کورپاڼه / خپلواک / ابراهيم ځدراڼ د افغانانو زړونه وګټل
ابراهيم ځدراڼ

ابراهيم ځدراڼ د افغانانو زړونه وګټل

خپلواک وېبپاڼه (۷ سپتمبر ۲۰۱۹): ابراهیم ځدراڼ چې د بنګله دېش په وړاندې په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې ولوبېده، په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې ۱۰۸ منډې وکړې او د افغانانو زړونه يې وګټل.

د افغانستان او بنګله دېش په روانه يوازينۍ ټېسټ لوبه کې درې ځوان افغان لوبغاړي په لومړي ځل ولوبېدل، چې پکې قېس احمد، ظهير خان او ابراهیم ځدراڼ شامل دي.

ابراهيم ځدراڼ چې د پيل توپوهونکی دی، که څه هم د خپلې لومړۍ ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې يې يوازې ۲۱ منډې وکړې، خو په دويمه پاڼۍ کې يې ښه توپوهنه ترسره کړه او سليزې ته يې ۱۳ منډې پاتې وې چې د شاټ وهلو هڅه يې وکړه او په باونډرۍ باندې کېچ شو.

نوموړي په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې ۱۰۸ منډې وکړې او ځان يې ثابت کړ، چې هغه کولای شي په ټېسټ لوبو کې د افغانستان لپاره سترې لاسته راوړنې ولري او ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.

دا هم ولولئ:

راشد خان په ټېسټ لوبو کې يو بل ريکارډ هم په خپل نوم کړ

د کرکټ ملي لوبغاړي قېس احمد خوب رښتيا شو

محمد نبي له ټېسټ لوبو استعفا ورکړه

ابراهيم ځدراڼ چې د دسمبر په ۱۲مه نېټه کال ۲۰۰۱ کې د افغانستان په خوست ولايت کې زېږېدلی دی، له افغانستان نولس کلنو کم عمره لوبډلې پرته يې په ملي لوبډله کې تر دې مخکې کومه لوبه کې ګډون نه و کړی، نوموړي کومه شل اوريزه يا يو ورځنۍ لوبه نه ده ترسره کړې، خو په ټېسټ لوبه کې یې ګډون وکړ او ښکاره يې کړه چې هغه يې کولای شي.

نوموړي په فرسټ کلاس لوبو کې ۱۴ لوبې ترسره کړي دي، چې ۸۰۰ منډې يې کړي او په يوه لوبه کې زياتې منډې يې بيا ۱۰۵ منډې دي. همدا راز په ليسټ اې لوبو کې نوموړي بيا ۱۴ لوبې ترسره کړي دي او ۴۶۵ منډې يې کړي دي، چې ۱۲۷ منډې يې په یوه لوبه کې زياتې منډې دي.

نوموړي د افغانستان نولس کلنو کم عمره لوبډلې او د مس عینک زون لپاره لوبې ترسره کړي دي، چې اوس د افغانستان په ملي لوبډله کې هم ولوبېده.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …