کورپاڼه / خپلواک / د ٢٠ لوبډلو ترمنځ دريمه درجه ولايتي سيالۍ پيل شوې
کندهار مرستيال والي

د ٢٠ لوبډلو ترمنځ دريمه درجه ولايتي سيالۍ پيل شوې

خپلواک وېبپاڼه (١ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کورني کرکټ په لړ کې دريمه درجه ولايتي سيالۍ نن په کندهار، خوست او ننګرهار کې پيل شوې، چې د ٢٠ ولايتونو لوبډلې پکې ګډون لري.

په دغه سياليو کې ٢٠ لوبډلې په ٥ ګروپونو کې وېشل شوي دي، چې په ګروپ اې کې فراه، زابل، نيمروز او اروزګان، په بي ګروپ کې لغمان، کوچيان، کونړ او نورستان، په سي ګروپ کې پکتيکا، غزني، باميان او فارياب، په ډي ګروپ کې مېدان وردک، پروان، پنجشېر او کاپيسا او په اي ګروپ کې بغلان، تخار، سمنګان او جوزجان لوبډلې ګډون لري.

نن د دغه سياليو د پيل لوبې په کندهار کې د فراه او زابل، په غازي امان الله خان لوبغالي (ننګرهار) کې د لغمان او کوچيان او په خوست کې د پکتيکا او غزني لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.

کرکټ ١

يادې سيالۍ چې د فبرورۍ په لومړۍ نېټه پيل شوې، د فبرورۍ تر ١٣مې نېټې پورې به دوام وکړي او ١٠ غوره لوبډلې به دويمه درجه سياليو ته لار پېدا کړي، چې دويمه درجه سيالۍ هم د ١٦ لوبډلو ترمنځ په روانه مياشت کې ترسره کېږي.

د دويمه درجه ولايتي سياليو بشپړ مهالوېش او همدا راز د ټولو لوبډلو نوملړونه لاندې وګورئ.

د لوبو مهالوېش:

د لوبو مهالوېش

د ټولو لوبډلو سکواډونه:

کونړ: ذبيح اسلام، ثنا الله، کډوال، اجاز الحق (لوبډلمشر)، عبېد وسيم، بلال (ويکټ ساتونکى)، عبدالرحمان، سميع بلال، زبېر احمدي، نويد ساپى، زاهد سهاري، امان الله، حسن ساپى او حنيف کونړى.

لغمان: توريال همت، جاوېد رحيمي، ظهور، ناصر عمر (لوبډلمشر)، فهيم ناصري، وليد، سميع الله، اسد اقبال، نصير، زاهد سليمي، وحيد حسېني، نظيف، فريد (ويکټ ساتونکى) او راشد ناصري.

زابل: محمد رسول، خليل احمد تکل، محمد يونس، هدايت الله، احمد مجروح، نصيب الله سعادت، احمد ولي هلال، سېف الله، عبدالنافي، وحدت عادل، عمران خان زاده، ظريف رضوان، نويد احمد او عبدالمالک.

نيمروز: قدرت الله ارمان، محب الله افغان، عامر عبدالرحيم، عبدالمالک کاکړ، شفيع الله حبيبي، خداى نور، محمد حق، عبدالقدوس، مرتضى خان، سلېمان حسېني، افتاب شينوارى، قدرت الله وياړ، احمد ظاهر او نصيب الله شيردلي.

اروزګان: اسدالله، عبدالحق، هدايت الله، روح الله، بشير احمد، حضرت الله، احمد شاه، روح الله، رحيم الله، عبدالرازق، ذبيح الله، شفيع الله، نظير احمد او کبير احمد.

فراه: شېر اغا، عبدالرشيد، نجيب الله، بريالى، نقيب الله الفت، ضيا الدين، محمد داود، نقيب الله، احسام الدين، عبدالرحمان، نصيب الله، احسان الله، عبدالرازق او عين الدين کاکړ.

نورستان: نورالله، عبدالحليم، انور (لوبډلمشر)، محب الله، حيات الله، يحيا، عبدالکريم، دل اغا، احمدزى، نصرت الله، عبدالعزيز، نصير، نقيب الله او صديق الله.

تخار: سيد جان، احسان الله، محب، خېر الله، فېض الله، جان محمد، بلوچ، مصطفى، زبېر، روح الله، فرهاد، سباوون، نور الله او ابراهيم.

بغلان: رحمت الله (ويکټ ساتونکى)، اکرام شينوارى، عمران احمدزى، لعل محمد، بلال احمدزى، جاوېد خان، نعمت الله، عيد محمد، جمعه سلطاني، جمعه ګل (لوبډلمشر)، رومل، حسيب الله، ننګيال او عبدالمالک.

جوزجان: رستم، حبيب الله خان، سباوون، عبدالله، محمود، کرم الدين، ناصر، محمد ګل، قيام الدين، محمد ابراهيم، محمد حسېن، نصرالله، عبدالهادي او نعمان.

سمنګان: رفيع الله، سميع الله، عزيزالله، جمشېد، محسن الله، شرافت الله، شفيع الله حسن خېل (لوبډلمشر)، سميع الله، عبدالرحيم، نعمان، سبحان الله، ګل احمد، حيات الله او اعجاز.

کرکټ ٢

پروان: بهادر، وفا، جاوېد، جواد، امجد خان، روح الله خان، فرهاد حسن، رسول خان، صديق، عزت نور، مدثر نيازى، شاهد، امان الله رفيقي او اسحاق ځاځى.

مېدان وردک: عبدالله، عبېد نوري، روح الله عزيزي، سميع الله سهاک، حبيب رحمان، بريال، عبېد سنزى، مېوند، فېصل، سيد جمال الدين، صابر، حافظ، صديق فرهاد او کامران هوتک.

کاپيسا: صفي الله، عمران ساپى، فريدون، نصيب، نعمان، مطيع الله، شاه خان، واجد الله، خليل، شاکر، ستورى خان، پېغام، عرفان الله او سلېمان.

پنجشېر: سميع الله، بهاودين، امجد شينوارى، وهاب شينوارى، منصور، نور اغا، احمد ولي، سيد مجتبى، رحمت الله، عرب، رومل، احمد خان، روښان زرملوال او انعام.

پکتيکا: عطا محمد (ويکټ ساتونکى)، اسد الله (لوبډلمشر)، حنيف، وکيل خان، شاهد، وحيد الله، صلاح الدين، محمد عالم، احمد خان، عزيز، عبدالله، عبدالباقي، هاشم خان او صابر خروټى.

باميان: مرتضى ضمير، رحيم الله، نياز ولي، بلال، ګلاب، محمد رحمان، سيد جاوېد، شاه محمد، سيد عباس، الماس، زاهد، سهېل، کشمير او ياسين.

غزني: داود شاه، جان محمد، جمعه خان، عصمت صديق، عصمت الله حبيبي، ادم خان، محمد عمر، حزب الله، عبدالناصر، عالم خان، شمس الله، فېصل، برکت الله او نصيب خان.

فارياب: ضيا الله، احسان، عصمت الله، عبدالروف، نجيب الله، نور الحق، مراد جان (لوبډلمشر)، حنيف، کاهر محمد، وحدت عادل، عزت بارکزى، ضيا، جمال او زاهد زاخېلوال.

کوچيان: عثمان نوري، وسيم، شير موسى زى، امرزېب، جمال ناصري، خېر الله (لوبډلمشر)، شريف احمدزى، عظيم، يوسف. الله نور، جلات (ويکټ ساتونکى)، اعجاز، حکمت الله او خيال محمد.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …