کورپاڼه / خپلواک / افغانستان د ۳۷۴ منډو سره تر بنګله دېش مخکې دی
افغان ټېسټ لوبډله

افغانستان د ۳۷۴ منډو سره تر بنګله دېش مخکې دی

خپلواک وېبپاڼه (۷ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د يوازينۍ ټېسټ لوبې دريمه ورځ پای ته ورسېده او افغانستان له بنګله دېش څخه ۳۷۴ منډې مخکې دی.

د دريمه ورځې لوبه بنګله دېش پيل کړه، چې وروستۍ دوه ويکټې يې پاتې وې او محمد نبي او راشد خان د بنګله دېش دوه وروستي لوبغاړي وسوځول او له دې سره يې د بنګله دېش لومړۍ پاڼۍ ته د پای ټکی کېښود.

بنګله دېش په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۰۵ منډې وکړې، چې مومن الحق ۵۲، مصدق حسېن ۴۸ ناسوځېدلې او ليتون داس ۳۳ منډې وکړې.راشد خان

همدا راز د افغانستان له لوري لوبډلمشر راشد خان ډېره په زړه پورې توپ اچونه وکړه او ۵ بنګله دېشي لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ۳ لوبغاړي محمد نبي هم وسوځول، يمين احمدزي او قېس احمد بيا ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.

افغانستان په خپله دويمه پاڼۍ کې د دريمې ورځې تر پای پورې ۲۳۷ منډې وکړې او ۸ ويکټې يې له لاسه ورکړې. د افغانستان له خوا ابراهیم ځدراڼ ۸۷، اصغر افغان ۵۰، او افسر ځاځی ۳۴ ناسوځېدلو منډو باندې ولاړ دی چې سبا به له يمين احمدزي سره په ګډه د څلورمې ورځې لوبه پيل کړي.اصغر افغان

د بنګله دېش له خوا شکېب الحسن ۳، تېجل اسلام ۲، نعيم حسن ۲ او مهدي حسن ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د ټېسټ لوبې دوه ورځې لا هم پاتې دي، چې افغانستان تر بنګله دېش څخه ۲۷۴ منډې مخکې دی، افغان لوبغاړي به سبا هم هڅه کوي چې بنګله دېش ته ښه هدف وټاکي او له هغه وروسته به بنګله دېش بيا د ياد هدف د پوره کولو هڅه کوي.

د يادولو ده چې راشد خان د ټېسټ لوبو لومړنی لوبډلمشر شو، چې په خپله لومړۍ لوبه کې تر ټولو کم عمره هم دی، همدا راز په لومړي اننګز کې يې پنځوسيزه هم ووهله ۵ ويکټې يې ترلاسه کړې.ابراهیم ځدراڼ

اصغر افغان بيا په خپلو دواړو پاڼيو کې پنځوسيزې ووهلې او رحمت شاه لومړنی افغان توپوهونکی شو چې په ټېسټ سياليو کې يې سليزه ووهله.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …