کورپاڼه / خپلواک / د پنځم مقام لپاره به افغان لوبډله له اسټراليا سره مخ شي
اسټراليا او افغانستان

د پنځم مقام لپاره به افغان لوبډله له اسټراليا سره مخ شي

خپلواک وېبپاڼه (١ فبروري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې تېره ورځ له پاکستان ١٩ کلنې لوبډلې څخه د افغان ١٩ کلنې لوبډلې تر ماتې وروسته د افغان لوبډلې مخکې تګ پاتې شو، خو د پنځم مقام لپاره به د اسټراليا پر وړاندې لوبېږي.

په ١٩ کلنو نړيوال جام کې هره لوبډله د يو مقام ترلاسه کولو لپاره له بلې لوبډلې سره لوبېږي او افغانستان او اسټراليا به اوس د ٥م مقام لپاره سبا مخ کېږي.

دغه لوبه چې د فبرورۍ په دويمه نېټه د سويلي افريقا په پوچيسفټروم کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ١٢:٣٠ بجې به پيل شي، خو په دې اړه هېڅ معلومات نشته، چې ايا په ټلويزيون به په ژوندۍ بڼه وښودل شي او که نه.

د افغانستان او اسټراليا ١٩ کلنې لوبډلو تر دې مخکې هم دوه سيالۍ ترسره کړي دي، چې يوه سيالي يې د ٢٠١٤ کال په ١٩ کلنو نړيوال جام کې ترسره کړې وه او افغان لوبډلې پکې بريا خپله کړې وه، همدا راز دويمه سيالي بيا د دواړو ترمنځ د ٢٠١٨ کال په ١٩ کلنو نړيوال جام کې ترسره شوې وه چې اسټراليا په ٦ ويکټو پکې بريا خپله کړې وه.

په روان ١٩ کلنو نړيوال جام کې افغانستان په لومړۍ لوبه کې سويلي افريقا ته ماتې ورکړه، په دويمه کې يې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه او دريمه لوبه چې له کاناډا سره وه، د باران له لامله ترسره نه شوه او په دې سره افغانستان په خپل ګروپ کې په لومړي مقام راغلى و.

همدا راز تر نړيوال جام پيل کېدو مخکې هم افغانستان دوه تمريناتي لوبې کړې وې، چې له هند نه يې په ستر توپير ماته خوړلې وه او له انګلستان نه يې بيا لوبه ګټلې وه.

د افغانستان ١٩ کلنو سکواډ:

فرحان زاخېل (لوبډلمشر)، عبدالرحمان، عابد الله تڼيوال، عابد محمدي، اصف موسى زى، فضل حق، ابراهيم ځدراڼ، عمران مير، جمشېد خان، محمد اسحاق (ويکټ ساتونکى)، نور احمد، رحمان الله، صديق الله اتل، شفيق الله غفاري او ظهېب.

د اسټراليا ١٩ کلنو سکواډ:

مکېنزي هاروي (لوبډلمشر)، کوپر کونولي، اوليور ډيويس، سام فانينګ، جېک فراسر مک ګرک، لاچلن هيرني، کوري کيلي، ليام مارشال، ټوډ مورفي، پېټريک روي (ويکټ ساتونکى)، تنوير سنګا، ليام سکاټ، برېډلي سمپسون، کونور سولي او ميتيو ويلينس.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …