کورپاڼه / موډلې د خاوند پېسې د اوبو په شان مصرفولې، ٣ مياشتو کې طلاقه شوه
کاټو ساري

موډلې د خاوند پېسې د اوبو په شان مصرفولې، ٣ مياشتو کې طلاقه شوه

خپلواک وېبپاڼه (١ فبروري ٢٠٢٠): د جاپان مشهورې موډلې د خپل خاوند شتمني د اوبو په شان مصرفوله، چې خاوند يې هم د واده په دريمه مياشت طلاق ورکړ.

د رسنيو د راپورونو په وينا، د جاپان کاټو ساري په نوم موډله تېر کال د ستمبر په مياشت کې د ځمکو يو کاروباري، چې ٣٦ کاله عمر يې درلود، ملګرتيا جوړه شوه. دواړو بيا وروسته کوژده وکړه او له کوژدې وروسته دواړو ٩٠٠ زره امريکايي ډالر په طلا، ارايش او کاليو باندې مصرف کړل.

له هغه وروسته بيا د ٢٠١٩ کال په ستمبر مياشت کې د دواړو واده وشو او له واده وروسته موډلې د پېسو مصرفولو ته پښه ټينګه کړه او د اوبو په څېر يې مصرفولې.

دا هم د يادونې وړ ده، چې خپل خاوند ورته په کوژده کې د نامتو شرکت (هيري ونسټن) له لوري ډيزاين شوې ګوتمه ورکړې وه، چې ٢٧ زره امريکايي ډالر بيه يې درلوده.

کاټو ساري ١

کله چې د کاټو ساري خاوند وليدل چې د پېسو مصارف له حده ډېر روان دى، نو يې ښځې ته څو څو ځل وويل چې پېسې دې دومره ډېرې نه مصرفوي، خو هغې ونه منله او له واده درې مياشتې وروسته خاوند طلاقه کړه، چې د طلاق په اړه کاټو ساري په خپل يوټيوب چېنل خلک خبر کړل.

کاټو ساري په خپله ويډيو کې ويلي دي، چې خاوند ورسره دوکه کړې ده، او د هغې ډېرو پېسو مصرفولو خبره يې رد کړه. خو دا يې هم وويل چې تر واده مخکې ورته خاوند د هر څومره پېسو مصرفولو اجازه ورکړې وه، خو له واده وروسته يې د خاوند فکر بدل شو او بېځايه بندېزونه يې پرې ولګول.

خو په ويډيو کې کاټو ساري بيا دا خبره هم منلې ده، چې په پېسو هره خوشحالي اخيستل کېداى شي او هغې هم د پېسو لپاره دا واده کړى و، چې خلکو يې په دغه خبره سختې نيوکې هم کړي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان سوپر ليګ

پاکستان سوپر ليګ: يو لوبغاړى په کورونا اخته شو او لوبه وځنډېده

د پاکستان سوپر ليګ کې د نننۍ لوبې څخه مخکې د فواد احمد د کورونا …