کورپاڼه / خپلواک / د راشد خان لوبډله له بيګ باش نه بهر شوه
راشد خان

د راشد خان لوبډله له بيګ باش نه بهر شوه

خپلواک وېبپاڼه (١ فبروري ٢٠٢٠): د بيګ باش تجارتي ليګ په ناک اوټ لوبه کې د راشد خان لوبډلې اډلايډ سټرايکرز د سډني تنډر له لاسه ماتې وخوړله او د بيګ باش اتلولۍ ګټلو له منډې بهر شوه.

د بيګ باش تجارتي ليګ ناک اوټ لوبه نن د اسټراليا په اډلايډ کې د سډني تنډر او اډلايډ سټرايکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه اډلايډ سټرايکرز وګټله او لومړى يې د سډني تنډر لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سډني تنډر په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٥١ منډې وکړې، چې له ډلې يې الېکس هېلز ٥٩، کريس موريس ٢١، ارجن ناير ١٨ او عثمان خواجه ١٥ منډې وکړې.

د اډلايډ سټرايکرز له لوري پيټر سيډل ٢، راشد خان، ټريويس هيډ، ويس اګر او ميچل نيسر ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٥٢ منډو هدف په تعقيب کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٣ منډې وکړې او په ٨ منډو يې لوبه له لاسه ورکړه، د دوى له لوري جوناتن ويلس ٣٤، لوبډلمشر ټريويس هيډ ٣٢، الېکس کېري ٢٨، جېک ويدرالډ ١٨ او راشد خان يوازې ٢ توپونو ته مخ شو او په صفر وسوځېده.

د سډني تنډر له لوري ډينيل سامس ٣، جوناتن کوک او کريس موريس ٢-٢ او کريس ټريمېن ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه الېکس هېلز ته ورکړل شوه، چې نن يې په زړه پورې توپوهنه ترسره او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د نننۍ لوبې له بايللو سره د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې سفر په بيګ باش تجارتي ليګ کې پاى ته ورسېده او نوره به خپل کور ته ستنه شي، همدا راز سډني تنډر بيا چېلنجر لوبې ته لار پېدا کړه، چې په چېلنجر لوبې کې به له ميلبورن سټارز لوبډلې سره مخامخ شي او په دغه لوبه کې چې هره لوبډله بريالۍ شي، هغه به په فاينل لوبه کې بيا د سډني سيکسرز لوبډلې سره مخامخ شي.

د يادولو ده چې چېلنجر لوبه د فبرورۍ په ٦مه نېټه په ميلبورن کې ترسره کېږي او فاينل لوبه به بيا د فبرورۍ په ٨مه نېټه په سډني کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …