خپلواک وېبپاڼ (٧ سپتمبر ٢٠١٩): د سريلانکا کرکټ بورډ پاکستان ته د خپلې لوبډلې لېږلو پرېکړه کړې ده، خو د سريلانکا د يو ورځنيو لوبو لوبډلمشر ديموت کرونارتنى، د شل اوريزو لوبو لوبډلمشر لاسيت ملينګا او پخواني لوبډلمشر انجيلو ميتيوز پاکستان ته له تګ څخه انکار کړى دى.
له ډېر وخت راهيسې پاکستان دا هڅه کوله چې د سريلانکا لوبډله پاکستان ته د لوبو لپاره راولي، خو د سريلانکا کرکټ بورډ به تل انکار کاوه، په وروستي ځل پاکستان هڅه وکړه چې سريلانکا لوبډله د يوې ټېسټ لوبې لپاره پاکستان ته دعوت کړي، خو سريلانکا بيا هم ونه منله، اخر سريلانکا کرکټ بورډ پاکستان ته د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو لپاره تګ ته زړه ښه کړى.
د پاکستان او سريلانکا ترمنځ به د سپتمبر او اکتوبر په مياشت کې شل اوريزې او يو ورځنۍ سيالۍ د پاکستان په کراچۍ او لاهور ښارونو کې ترسره کېږي، خو د سريلانکا لوبډلې ته اوس تازه مشکل دا راپېښ شوى دى، چې ديموت کرونارتنى، لاسيت ملينګا او انجيلو ميتيوز پاکستان ته له تګ څخه انکار کړى دى.
درې واړه د سريلانکايي لوبډلې مهم لوبغاړي او همدا راز ديموت کرونارتنى د يو ورځنۍ لوبډلې لوبډلمشر دى، لاسيت ملينګا د شل اوريزې لوبډلې لوبډلمشر دى او انجيلو ميتيوز بيا مخکې د سريلانکا لوبډلې لوبډلمشر و.
د سريلانکا د سپورټ وزير هيرن فرنيډو بي بي سي سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې يادو لوبغاړو کورنيو د اندېښنو له امله پاکستان ته له تګ څخه انکار کړى دى، خو د کرکټ بورډ مسوولين به له دوى سره وګوري او هڅه به وکړي چې پاکستان ته د تګ لپاره يې راضي کړي.
همدا راز د سريلانکا سپورټ وزير دا هم ويلي دي، چې که چېرته اړتيا شي، نو دى به په خپله له لوبډلې سره پاکستان ته لاړ شي او هلته به د لوبو تر پاى پورې له دوى سره پاتې شي.