کورپاڼه / خپلواک / هارديک پانډيا د نيوزيلېنډ پر وړاندې له ټېسټ لوبو هم بهر شو
هارديک پانډيا

هارديک پانډيا د نيوزيلېنډ پر وړاندې له ټېسټ لوبو هم بهر شو

خپلواک وېبپاڼه (١ فبروري ٢٠٢٠): د هند کرکټ ملي لوبډلې الراونډر هارديک پانډيا د ملا د تکليف له لامله پوره نه دى روغ شوى او اوس د نيوزيلېنډ پر وړاندې ټېسټ لوبو کې به هم په هندۍ لوبډله کې نه وي.

د رسنيو د راپورونو په وينا، د هند کرکټ بورډ يا BCCI مسوولينو رسنيو ته ويلي دي، چې ٢٦ کلن الراونډر د ملا سرجري کولو نه وروسته د لوبو لپاره د تيارۍ په برخه کې ناکامه شو. هارديک پانډيا د درملنې په پار د اکتوبر په ٥مه نېټه په لندن کې سرجري کړې وه او ويلي يې و چې د نيوزيلېنډ پر وړاندې لوبلړۍ لپاره به هغه پوره تيار وي.

د هند کرکټ بورډ سيکرتر جى شاه رسنيو ته ويلي دي، چې هارديک پانډيا د نېشنل کرکټ اکاډمۍ د مشر فيزيو اشيش کوشک سره د د ملا د هډوکي د معاينې لپاره لندن ته تللى او د ملا د هډوکو مخکښ ډاکټر جيمز اليبون سره يې مشوره کړې وه.

هغه زياتوي، چې هارديک پانډيا به تر هغې پورې په نېشنل کرکټ اکاډمۍ کې تر څار لاندې وي، چې تر څو يې فيټنس بېرته برابر شوى نه وي.

هارديک پانډيا چې د خپلو ١١ ټېسټ لوبو وروستۍ لوبه يې د ٢٠١٨ کال جولاى مياشت کې ترسره کړې وه، په ٢٠١٨ کال اسيايي جام کې ورته د ملا تکليف پېدا شو.

تېر کال د ملا د دردونو له لامله هادريک پانډيا د اسټراليا پر وړاندې د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو نه هم کېنول شو. همدا راز د ستمبر په وروستيو کې بيا د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې فيزيو يوګيش پرمار سره تر مشورو وروسته د سرجري پرېکړه وکړه.

هندۍ لوبډله د فبرورۍ له ٢١مې نېټې په ويلنګټن او کرايسټ چرچ کې د ورلډ ټېسټ چيمپينشپ يا د ټېسټ سياليو نړيوالې اتلولۍ په لړ کې دوه ټېسټ لوبې له نيوزيلېنډ سره ترسره کوي.

د هند کرکټ لوبډلې يو بل لوبغاړى ايشانت شرما هم انجري دى، چې هندۍ لوبډله د هغه په اړه پرېشانه ده، هغه په رنجي ټرافي کې د يوې لوبې پر مهال ټپي شوى و.

ويل کېږي چې هارديک پانډيا به د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل سياليو نه وروسته وکولاى شي چې ملي ټيم ته لار پېدا کړي، دغه سيالۍ چې د مارچ په ٢٩مه پيلېږي، خو تر هغه مخکې چې هند له سويلي افريقا او سره لوبې کوي، ښايي هارديک پانډيا په هغه لوبو کې هم نه وي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …