کورپاڼه / په کیسه او ناول کې د صحنې او توصیف لیکل / عبدالحلیم همت
عبدالحلیم همت

په کیسه او ناول کې د صحنې او توصیف لیکل / عبدالحلیم همت

خپلواک وېبپاڼه (۲ فبروري ۲۰۲۰): تېره اونۍ په احمد شاه بابا ادبي بهیر کې، په یاده موضوع د پښتو کیسې او ناول پیاوړي لیکوال ډاکټر محب زغم د بهیر ځوانانو ته ورکشاپ ورکړ. نو موړي وویل: ((توصیف د یو څه شي ځانګړنو، اوصافو او د جزیاتو بیانولو ته وايي او صحنه په یوه ځانګړې زمانه او مکان کې د کرکټرونو له لوري د پېښېدونکو پیښو بیان ته وايي. خو اړینه ده چې دغه دواړه کارونه په هنري بڼه وشي.))

زغم صیب د توصیف او صحنې ترمنځ د توپیر په اړه وویل: ((توصیف داسې دی لکه یو تصویر چې هر څه پکې ساکن او ولاړ وي او صحنه داسې ده لکه یو فلم چې هرڅه پکې په حرکت کې وي، یا په بل عبارت توصیف ساکن (Static) او صحنه (Dynamic) متحرکه وي.

احمدشاه بابا ادبي بهیر

د ښه توصیف د ځانګړنو په اړه زغم صیب وویل چې ښه توصیف هغه دی، چې ډېر حواس (باصره، سامعه، ذایقه، شامعه او لامسه) مخاطب کړي او اوصاف پکې دقیق او کامل بیان شي  او د مبهمو او نا متعینو کلماتو او اوصافو له استعمال نه پکې ډډه وشي. نوموړي زیاته کړه چې  د وصف په بیان کې باید له تشبیه، نسبت او مقیاسونو څخه ګټه واخسيتل شي، څو لوستونکی یو حالت یا یو ځای په خپل ذهن کې مجسم کړای شي. البته دا هم اړینه ده چې په توصیف کې مقیاسونه باید تغیر شي، ځکه د یو مقیاس تکرار لیکنه بې خونده کوي.

ډاکټر صیب زغم، د ورکشاپ په ترڅ کې د کره او نیمګړي توصیف نمونې وړاندې کړې او بیا یې ځوانانو باندې د توصیف او صحنې په اړه عملي لیکل وکړل. ځوانانو خپل لیکلي توصیفونه او صحنې واورولې او زغم صیب یې مثبتې او منفي نقطې ورپه ګوته کړې. دغه غونډه په ازاده مشاعره پای ته ورسېده.

Loading...

دا هم ولولئ

روهيت شرما

روهيت شرما څلورم توپوهونکى شو چې اى پي ايل کې يې ٢٠٠ شپږيزې پوره کړې

د هند کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپوهونکى او په اى پي ايل کې د ممبۍ …