کورپاڼه / خپلواک / د هند لوبډلې پر نیوزيلېنډۍ لوبډلې تاريخ جوړ کړ

د هند لوبډلې پر نیوزيلېنډۍ لوبډلې تاريخ جوړ کړ

خپلواک وېبپاڼه (۲ فبروري ۲۰۲۰): د هند کرکټ لوبډلې نيوزيلېنډۍ لوبډلې ته په خپل کور کې د ۵ شل اوریزو لوبو لړۍ کې وايټ واش ماتې ورکړه او تاريخ يې جوړ کړ.

د هند لوبډله لومړنۍ لوبډله شوه چې د ۵ شل اوريزو لوبو لړۍ کې د ۵-۰ سره بريا خپلوي.

پنځمه شل اوريزه لوبه چې د نيوزيلېنډ په ماونټ مونګوني کې ترسره شوه، تر وروستي توپ پورې ډېره په زړه پورې او جالبه لوبه وشوه.

د لوبې په پيل کې پچه همد لوبډلې وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

هند په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر روهيت شرما ۶۰، کی ايل راهول ۴۵ او شرياس اير ۳۳ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د نيوزيلېنډ له لوري کږلېژن ۲ او بينيټ ۱ ويکټ ترلاسه کړه.

د ۱۶۴ منډو د هدف په تعقيب کې نيوزيلېنډ هم ښه توپوهنه وکړه، خو د ياد په پوره کولو کې بريالۍ نه شوه.

نيوزيلېنډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې او د ۷ منډو په توپير يې ماتې وخوړله.

د نيوزيلېنډ له لوري راس ټېلر ۵۳ او ټام سيفرټ ۵۰ منډې وکړې.

د هند له لوري جسپريت بومرا ۳، نوديپ سېني او شردل ټاکر ۲-۲ ويکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جسپريت بومرا ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه کی ايل راهول ته ورکړل شوه.

د يادولو ده چې هند په پنځه واړه شل اوريزو لوبو کې نيوزيلېنډۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه او ريکارډ يې جوړ کړ.

همدا راز په نننۍ لوبه کې د هند لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي او د نيوزيلېنډۍ لوبډلې لوبډلمشر کېن ويليمسن ګډون نه و کړی.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …