کورپاڼه / خپلواک / عامر خان له خپلو مینوالو بخښنه وغوښته
عامر خان

عامر خان له خپلو مینوالو بخښنه وغوښته

خپلواک وېبپاڼه (٧ سپتمبر ٢٠١٩): د هندي سينما نامتو فلمي ستوري عامر خان له خپلو مینوالو بخښنه وغوښته او ویې ویل که چېرته مې په پوهه یا هم په غلطۍ کې د چا زړه دردولی یا ازار کړی وي، نو بخښنه یې غواړم.

د هندي رسنیو د راپورونو تر مخه ویل کېږي، چې روانه اونۍ په هندوستان کې د جین مذهب منونکو له لوري مذهبي مراسم ترسره کېږي، چې په اخر کې یې هر یو له بل څخه بخښنه غواړي، چې دا وخت عامر خان هم د بخښنې په غوښتو ځان په مصیبت کې واچوو.

عامر خان په ټویټر د ټویټ کولو نه وروسته لکه په ټولنیزو رسنیو کې چې چاته د بدو خبرو موقع ورکړې، نو مینوال یې هم د بخښلو ورکولو په موخه ورته شرطونه وړاندې کړل.

چا ورته ویلي، چې ځه وه مو بخښلې، خو بیا به د (Thugs of Hindustan) غوندې فلم نه جوړوې.

یو ليکلي چې د بخښلو په بدل کې به د ټکټ روپۍ بېرته را کوې.

بله خوا یو تن ټګز آف هندوستان، اګ او میله فلمونه هم په نښه کړل او د بخښنې ورکولو څخه یې انکار وکړو.

همدا راز ډېرو زياتو خلکو د هغه په دغه ټويټ باندې تبصرې کړي دي او هر چا ورته بېلا بېل شرطونه ايښي دي، ډېرى خلکو که هغه بخښلى دى، نو ځينو خلکو پرې کلکې نيوکې هم کړي دي.

عامر خان چې په وروستيو دوه سليزو کې يې هر يوه فلم تر بل فلم ډېرې پېسې کوي او هر څوک يې په صفتونو نه مړېږي، په داسې مهال کې يې په دې وروستيو کې د (ټهګز اف هندوستان) په نوم فلم جوړ کړ، چې په دغه فلم کې يې په لومړي ځل د اميتاب بچن سره هم کار وکړ او دا يو له هغه فلمونو څخه و چې ډېر مصارف هم پرې شوى و، خو ياد فلم خلکو خوښ نه کړ او له ناکامۍ سره مخ شو، چې وروسته بيا عامر خان له خپلو مينه والو بخښنه هم وغوښته او وې ويل چې په راتلونکي کې به د داسې فلم جوړولو څخه ځان ساتي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …