خپلواک وېبپاڼه (٢ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ د انډرويډ موبايل کارونکو لپاره اپليکېشن جوړ کړى دى، چې تازه دغه اپليکېشن د ګوګل په پلى سټور کې خپور شوى او تاسې هم کولاى شئ چې يې ډاونلوډ کړئ.
د افغانستان کرکټ بورډ په رسمي فېسبوکپاڼه په يوه پوسټ کې ليکل شوي:
((د افغانستان کرکټ بورډ د وېبپاڼې سربېره اوس کولى شئ، د دغې ادارې او کرکټ اړوند ټول خبرونه زموږ د موبايل اپليکېشن له لارې هم تعقيب کړئ. ياد اپليکېشن درسره په خپلو موبايلونو کې انسټال\ځاى پر ځاى کړئ او د افغان کرکټ له نړۍ ځانونه خبر وساتئ.))
You can now download the official Mobile App of Afghanistan Cricket Board for android from the following link. The iOS version of the app will be available soon.https://t.co/bgujjgSObZ pic.twitter.com/wWzkawHTuE
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) February 2, 2020
خو دغه اپليکېشن يوازې په ګوګل پلى سټور کې شته چې د انډرويډ موبايل کارونکي يې خپلو موبايلونو ته ښکته کولاى شي او د ايفون موبايل کارونکو لپاره لا هم نه دى خپور شوى.
دغه اپليکېشن چې په درې ژبو (پښتو، انګليسي او دري) کې پکې معلومات ځاى پر ځاى شوي دي، کله چې يې راخلاص کړئ نو په پيل کې يې درته د کرکټ بورډ د عمومي مشر فرهان يوسفزي پېغام او انځور راځي.
د فرهان يوسفزي په پېغام کې ليکل شوي: ((غوره کرکټ، ژمنتيا، د هېوادوالو خوښۍ او رونټيا زموږ لومړيتوبونه دي.))
خو په دغه اپليکېشن کې يوازې تازه خبرونه ترلاسه کولاى شئ او په نورو برخو کې يې کوم معلومات نشته دى. ښايي تراوسه پورې پکې کار روان وي او لا هم بشپړ شوى نه وي، ځکه تراوسه پورې يې ډېرې برخې نه راخلاصېږي او يا هم پکې هېڅ مواد نشته دى.