کورپاڼه / خپلواک / اسټراليا هم د افغانستان لوبډلې ته ماتې ورکړه
اسټراليا او افغانستان

اسټراليا هم د افغانستان لوبډلې ته ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢ فبروري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په سوپر ليګ پنځم مقام لوبه کې اسټراليا د افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې ته ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.

دغه لوبه چې سويلي افريقا په پوچيسفټروم کې ترسره شوه، په پيل کې افغانستان پچه وګټله او توپوهنه يې غوره کړه.

افغانستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٩١ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر فرحان زاخېل ٩١ ناسوځېدلې، عبدالرحمان ٢٤، صديق الله اتل ١٩، ابراهيم ځدراڼ ١٧ او جمشېد خان ١٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري تنوير سنګا ٤، ليام سکاټ ٢ او ليام مارشال ١ لوبغاړى وسوځاوه.

د ١٩٢ منډو هدف د اسټراليا لوبډلې په ٤٩.٥ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٤ ويکټو يې افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه. د دوى له لوري سام فانينګ ٦٢، لاچلن هيرن ٤٨ او تنوير سنګا ٤٦ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان له لوري جمشېد خان ٢، ظهېب ٢، عبدالرحمان ١ او شفيق الله غفاري هم ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه تنوير سنګا ترلاسه کړه، چې نن يې په توپ اچونه کې يې ٤ لوبغاړي وسوځول او همدا راز په توپوهنه کې يې بيا ٤٦ منډې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله.

د يادولو ده چې افغان لوبډلې له دې مخکې د سوپر ليګ په ٤مه کوارټر فاينل لوبه کې له پاکستان لوبډلې ماتې خوړلې وه او په ١٩ کلنو نړيوال جام کې له مخکې تګ پاتې شوې وه، خو نننۍ لوبه د ١٩ کلنو نړيوال جام د پنځم مقام لپاره ترسره کېده، چې هغه هم ترې اسټراليا ترلاسه کړ.

همدا راز افغانستان به اوس د ٧م مقام لپاره د سويلي افريقا لوبډلې سره په لوبه کې مخ شي.

د ١٩ کلنو نړيوال جام نيمه پايلوبې به د هند او پاکستان او همدا راز د نيوزيلېنډ او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي، چې له هغه وروسته به بيا پايلوبه د فبرورۍ په ٩مه نېټه ترسره شي.

دا هم ولولئ

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د …