کورپاڼه / خپلواک / د پاکستاني کرکټر عمر اکمل غېر اخلاقي حرکت
عمر اکمل ١

د پاکستاني کرکټر عمر اکمل غېر اخلاقي حرکت

خپلواک وېبپاڼه (٢ فبروري ٢٠٢٠): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د مډل ارډر توپوهونکى عمر اکمل يو ځل بيا داسې حرکت کړى دى، چې د پاکستان کرکټ بورډ يې په وړاندې د سخت ګام پورته کولو خبر ورکړى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وينا، د پاکستان د لاهور ښار په نېشنل کرکټ اکاډمۍ کې عمر اکمل کالي ويستي او په ډېر عجيب ډول يې ټرېنرانو ته ويلي، چې وګورئ، وازګه کومه ده؟

دوى زياتوي، چې په دغه وخت کې د کورنيو ټرېنرانو تر څنګ بهرني ټرېنران هم و، چې وروسته هغوى د پاکستان کرکټ بورډ ته د عمر اکمل د دغه کړنې شکايت کړى دى.

د پاکستان کرکټ بورډ مسوولينو د عمر اکمل په دې کار خپګان ښکاره کړى دى او وايي، چې د عمر اکمل پخواني ريکارډ ته په کتلو سره به د هغه پر ضد سخت ګامونه پورته کړاى شي.

دوى وايي، چې عمر اکمل دا کار له دې لامله کړى دى، چې هغه په فيټنس کې ناکامه شوى او له هغه وروسته يې بيا داسې يو غېر اخلاقي حرکت کړى، چې هغه ته نه و پکار.

دا لومړى ځل نه دى چې عمر اکمل يو دا ډول کار کړى دى، تر دې مخکې تېر کال د اسټراليا پر وړاندې د پاکستان پنځمې يو ورځنۍ لوبې نه يوه ورځ مخکې په دوبۍ کې هغه د شپې تر ناوخته له هوټله بهر و، چې وروسته ترې د لوبې د فيس ٢٠ سلنه وګرځول شوه.

عمر اکمل

همدا راز تر هغه مخکې يې په ټولنيزو رسنيو کې يو انځور خپور کړى و، چې په لاس کې يې انګور دي او داسې ښکاري چې کالي يې په تن نشته، په دغه انځور باندې خلکو سختې نيوکې کړې وې او همدا راز ډېرى خلکو ورپسې ټوکې هم کړې وې.

د سريلانکا پر وړاندې د شل اوريزو لوبو کې عمر اکمل يو ځل بيا د پاکستان لوبډلې سره يو ځاى شوى و او په لومړيو دوه لوبو کې دواړه ځل په لومړي توپ په صفر وسوځېده چې په دريمه لوبه کې بيا وانه خيستل شو او همدا راز د بنګله دېش پر وړاندې لوبو لپاره هم عمر اکمل په لوبډله کې شامل نه کړاى شو.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …