کورپاڼه / خپلواک / د بيګ باش غوره لوبډله کې راشد خان هم شامل دى
راشد خان

د بيګ باش غوره لوبډله کې راشد خان هم شامل دى

خپلواک وېبپاڼه (٣ فبروري ٢٠٢٠): د بيګ باش سيالۍ په ختمېدو دي، ځکه يوازې دوه سيالۍ پاتې دي، خو د بيګ باش سياليو د اوسني پړاو غوره لوبډله اعلان شوې ده، چې افغان توپ اچونکى راشد خان هم پکې شامل دى.

د بيګ باش تجارتي ليګ دوه سيالۍ پاتې دي چې يوه چېلنجر سيالي يې د فبرورۍ په ٦مه نېټه د ميلبورن سټارز او سډني تنډر لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او هره لوبډله چې بريالۍ شوه، هغه به په پايلوبه کې د سډني سيکسرز سره د فبرورۍ په اتمه نېټه مخ کېږي.


خو تر دې مخکې د بيګ باش سياليو رسمي ټويټر پاڼې د دغه سياليو د غوره لوبډلې لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي، چې ياد لوبغاړي د بيګ باش لوبډلو د روزونکو له لوري غوره شوي دي.

په دغه لوبغاړو کې مارکوس سټيونيس (ميلبورن سټارز)، جوش انګليس (ويکټ ساتونکى، پرت سکارچرز)، ميتيو وېډ (هوبارټ هوريکنز)، ګلين مېکسويل (ميلبورن سټارز)، جوناتن ويلس (اډلايډ سټرايکرز)، مچل مارش (پرت سکارچرز)، ټام کران (سډني سيکسرز)، راشد خان (اډلايډ سټرايکرز)، ډينيل سامس (سډني تنډر)، پيټر سيډل (اډلايډ سټرايکرز) او حارث روف (ميلبورن سټارز).


په دغه لوبغاړو کې درې – درې د اډلايډ سټرايکرز او ميلبورن سټارز لوبډلو څخه غوره شوي، دوه د پرت سکارچرز لوبډلې، د هوبارټ هوريکنز، سډني سيکسر او سډني تنډر څخه بيا ١-١ لوبغاړى غوره شوى دى.

د بيګ باش تجارتي ليګ په سږنيو سياليو کې راشد خان، محمد نبي، مجيب الرحمان، قېس احمد او ظاهر خان لوبېدلي دي، چې ټولو پکې خپله وړتيا ښکاره کړې او ښه لوبه يې نندارې ته وړاندې کړې ده.

راشد خان د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره ولوبېده، محمد نبي د ميلبورن رينيګاډز، مجيب الرحمان او ظاهر خان د بريسبين هيټ او قېس احمد د هوبارټ هوريکنز لوبډلې لپاره ولوبېده.


راشد خان، قېس احمد او ظاهر خان له لومړيو سياليو لوبېده، خو محمد نبي او مجيب الرحمان بيا د بنګله دېش تجارتي ليګ له پاى ته رسېدو وروسته د بيګ باش سياليو ته لاړل، همدا راز کله چې مجيب الرحمان له بريسبين هيټ لوبډلې سره يو ځاى شو، نو ظاهر خان بېرته هېواد ته راستون شو.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …