کورپاڼه / خپلواک / ويسټ انډيز د سريلانکا پر وړاندې لوبو ته هيټماير او ليويس نه دي اخيستي
شيمرون هيټماير او ايوان ليويس

ويسټ انډيز د سريلانکا پر وړاندې لوبو ته هيټماير او ليويس نه دي اخيستي

خپلواک وېبپاڼه (٣ فبروري ٢٠٢٠): د ويسټ انډيز کرکټ بورډ د سريلانکا پر وړاندې د يو ورځنيو لوبو لړۍ ته خپله لوبډله اعلان کړه، خو په دغه لوبډله کې د ويسټ انډيز نامتو لوبغاړي شيمرون هيټماير او ايوان ليويس نه دي اخيستل شوي.

ويل کېږي چې دغه دواړه ځکه د سريلانکا پر وړاندې د يو ورځنيو لوبو لړۍ کې نه دي اخيستي، چې د فيټنس ټېسټ پر مهال ناکامه شوي دي.

همدا راز ډېرين براو، فابين الين او رومان پاويل په نوې لوبډله کې شامل کړاى شوي دي.

د ويسټ انډيز په سکواډ کې کيرون پولارډ (لوبډلمشر)، فابين الين، سنيل امبريس، ډېرين براو، روسټون چېس، شيلډون کوټرېل، جېسن هولډر، شاى هوپ (ويکټ ساتونکى)، الزاري جوسيپ، برېنډن کنګ، کيمو پاول، نيکولاس پوران، رومان پاويل، روماريو شيپرډ او هايډن والش شامل دي.


د ويسټ انډيز کرکټ لوبډلې د غوراوي کمېټې مشر روجر هارپر ويلي دي، چې ايوان ليويس او شيمرون هيټماير د فيټنس ټېسټ کې د ناکامېدو له لامله په لوبډله کې نه دي شامل شوي.

هغه زياته کړه، چې ايوان ليويس د ايرلېنډ پر وړاندې په وروستيو سياليو کې تر ټولو غوره توپوهونکى و، چې د لوبډلې لپاره يې ډېره ښه لوبه ترسره کړه.

د يادولو ده چې د ويسټ انډيز لوبډله د فبرورۍ په مياشت کې د سريلانکا هېواد سفر کوي، چې هلته به له سريلانکايي لوبډلې سره د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره کړي او تر مارچ پورې به دغه سيالۍ دوام وکړي.

په پيل کې به ويسټ انډيز دوه تمريناتي سيالۍ هم ترسره کړي، چې يوه به د سريلانکا کرکټ بورډ يوولس کسيزې لوبډلې سره او بله لوبډله لا هم نه ده اعلان شوې.

همدا راز د ٣ يو ورځنيو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه به د فبرورۍ په ٢٢مه په کولمبو، دويمه د فبرورۍ په ٢٦مه نېټه په همبنټوټا او دريمه د مارچ په لومړۍ نېټه په پاليکيلي کې ترسره شي.

له هغه وروسته به دواړه لوبډلې د ٢ شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره کړي، چې لومړۍ شل اوريزه لوبه به د مارچ په ٤مه نېټه او دويمه د مارچ په ٦مه نېټه په پاليکيلي کې ترسره شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …