کورپاڼه / خپلواک / روهيت شرما: دهوني د هند تر ټولو غوره لوبډلمشر و
مهيندرا سينګ دهوني او روهيت شرما

روهيت شرما: دهوني د هند تر ټولو غوره لوبډلمشر و

خپلواک وېبپاڼه (٣ فبروري ٢٠٢٠): د هند په کرکټ کې نن سبا تر ټولو زياته خبره دا تکرارېږي چې مهيندرا سينګ دهوني به کله بېرته ملي لوبډلې ته راځي.

همدا راز د دې تر څنګ دا اوازې هم خپرېږي، چې ايا هغه به بېرته په ملي لوبډله کې ولوبېږي او که نه نېغ په نېغه به له نړيوال کرکټ نه استعفا ورکړي.

خو بل لوري ته بيا د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د پيل توپوهونکى روهيت شرما وايي، چې مهيندرا سينګ دهوني د هندۍ کرکټ لوبډلې د تاريخ تر ټولو غوره لوبډلمشر و.

روهيت شرما وايي، هغه يو ډېر مخکښ لوبغاړى دى او تل يې په مېدان کې ښې پرېکړې کړي دي، هغه د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو مخکښ لوبډلمشر و، چې نه يوازې د کرکټ نړيوالې شورا درې جامونه يې هند ته ګټلي دي، بلکې د هند تجارتي ليګ کې يې هم څو ځلې خپله لوبډله اتلولۍ ته رسولې ده.

هغه ځکه د هند تر ټولو غوره لوبډلمشر و، چې هغه به تل ارامه و او هر وخت کې به يې سمې پرېکړې کولې، چې د لوبډلې په ګټه به پاى ته رسېدې.

کله چې مهيندرا سينګ دهوني له لوبډلمشرۍ ليرې شو او ويراټ کوهلي د هندۍ کرکټ لوبډلې لوبډلمشر شو، نو له هغه وروسته هم دهوني د هند کرکټ لوبډلې يو تر ټولو مهم لوبغاړى و، چې نه يوازې ويکټ ساتنه به يې کوله، بلکې توپوهنه يې هم کوله او توپ اچونکو ته به يې لارښوونې هم کولې.

ويراټ کوهلي په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې ما تل ليدلي دي چې ځوان توپ اچونکي چې به کله تر سخت فشار لاندې راغلل، نو هغه ټولو ته به بيا دهوني لارښوونه کوله، چې بايد فشار وانه خلي او خپله توپ اچونې ته ادامه ورکړي.

ويراټ کوهلي وايي، کله چې د لوبډلې يو سينئير لوبغاړى ځوان لوبغاړو ته دا ډول لارښوونې او ډاډ ورکوي، نو هر لوبغاړى بيا په ځان باندې باور پېدا کوي او خپله وړتيا حتماً ښکاره کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …