کورپاڼه / خپلواک / ١٩ کلنو نړيوال جام: هند او که پاکستان به بريالى شي؟
پاکستان او هند

١٩ کلنو نړيوال جام: هند او که پاکستان به بريالى شي؟

خپلواک وېبپاڼه (٣ فبروري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په سيمي فاينل يا نيمه پايلوبه کې د هند او پاکستان لوبډلې د فبرورۍ په ٤مه نېټه د سويلي افريقا په پوچيفسټروم کې سره مخامخ کېږي.

د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ لوبې تل له ډېرې جذبې او ولولې ډکې وي او همدا راز ليدونکي هم ډېر لري، هغه که د ملي لوبډلو ترمنځ لوبه وي او يا هم که د نورو لوبډلو ترمنځ، ځکه هند او پاکستان له ډېر وخت راهيسې په خپل منځ کې لوبې نه کوي او يوازې د کرکټ نړيوالې شورا په جامونو کې سره مخ کېږي.

د ١٩ کلنو نړيوال جامونو کې هند او پاکستان تر دې مهاله پورې ٩ ځلې مخ شوي دي او دا لوبه به يې لسمه لوبه وه، چې دواړه لوبډلې به پکې مخامخ شي.

دغه لوبې چې د ١٩٨٨ نه تر ٢٠١٨ پورې ترسره شوي دي، ٥ ځلې پاکستان او ٤ ځلې بيا هند بريا خپله کړې ده، خو په وروستيو درې لوبو کې بيا هند په ١ ويکټ، ٤٠ منډو او همدا راز په ٢٠١٨ کال کې په ٢٠٣ منډو د پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

هند او پاکستان

هند په روان ١٩ کلنو نړيوال جام کې تر دې مهاله پورې ٤ لوبې کړي دي، چې ٣ لوبې يې د ګروپ له لوبډلو سره کړي دي او يوه لوبه يې کوارټر فاينل وه. هند د سريلانکا لوبډلې ته په ٩٠ منډو، د جاپان لوبډلې ته په ١٠ ويکټو، د نيوزيلېنډ لوبډلې ته په ٤٤ منډو او د اسټراليا لوبډلې ته په ٧٤ منډو ماتې ورکړې ده.

همدا راز پاکستان هم څلور لوبې کړي دي، چې سکاټلېنډ ته يې په ٧ ويکټو، زمبابوې ته په ٣٨ منډو، بنګله دېش سره يې لوبه بې پايلې پاى ته رسېدلې او افغانستان ته يې بيا په ٦ ويکټو ماتې ورکړې ده.

که د دواړو لوبډلو ترمنځ وروستيو لوبو او همدا راز د ١٩ کلنو نړيوال جام لوبو ته وکتل شي، نو هندۍ لوبډله د پاکستان تر لوبډلې ډېره ښه ښکاري او ښايي پاکستانۍ لوبډلې ته يو ځل بيا په اسانۍ ماتې ورکړاى شي.

ځکه پاکستانۍ لوبډله که ښه چټک توپ اچونکي لري، نو هندۍ لوبډله هم ښه چټک توپ اچونکي لري او همدا راز توپوهونکي يې هم تر پاکستانۍ لوبډلې ډېر ښه او پياوړې دي چې نه يوازې هدف ته ځان رسولى شي، بلکې ښه هدف هم ټاکلى شي.

اوس به نو د فبرورۍ په ٤مه نېټه وکتل شي، چې پايلوبې ته د هند لوبډله ځان رسوي او که د پاکستان.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …