کورپاڼه / خپلواک / هندۍ لوبډله کې د ټپي روهيت شرما پر ځاى شوبمن ګيل واخيستل شو
روهيت شرما او شوبمن ګيل

هندۍ لوبډله کې د ټپي روهيت شرما پر ځاى شوبمن ګيل واخيستل شو

خپلواک وېبپاڼه (٣ فبروري ٢٠٢٠): د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې د پيل توپوهونکى روهيت شرما چې ټپي شوى دى، د هغه پر ځاى به د نيوزيلېنډ پر وړاندې په نورو سياليو کې شوبمن ګيل ولوبېږي.

د هندۍ لوبډلې د پيل توپوهونکى روهيت شرما چې د فبرورۍ په ٣مه نېټه د نيوزيلېنډ پر وړاندې د شل اوريزو لوبو په ٥مه يا وروستۍ لوبه کې ټپي شو، له لوبډلې کېنول شوى دى.

د دغه لوبې پر مهال د روهيت شرما پونډۍ ټپي شوې ده، نو له دې لامله به ونه شي کولاى چې د نيوزيلېنډ پر وړاندې په پاتې لوبو کې د هندۍ لوبډلې استازولي وکړي.

روهيت شرما

د هند کرکټ بورډ يا BCCI مشر سارو ګنګولي اعلان وکړ، چې د روهيت شرما پر ځاى به شوبمن ګيل له هندۍ لوبډلۍ سره يو ځاى شي او په پاتې نورو لوبو کې به د نيوزيلېنډ پر وړاندې ولوبېږي.

شوبمن ګيل د هند د پنجاب اوسېدونکى دى، او ويل کېږي چې يو تکړه توپوهونکى دى. نوموړى د سويلي افريقا پر وړاندې هم د ټېسټ لوبډلې په نوملړ کې شامل و، خو بخت يې بېداره نه شو او په کومه لوبه کې ونه لوبېده.

د هند او نيوزيلېنډ د ٢ ټېسټ سياليو لړۍ به د فبرورۍ په ٢١مه نېټه پيل کېږي او ښايي شوبمن ګيل هم د هند لپاره خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه ترسره کړي.

د يادولو ده چې د هند کرکټ ملي لوبډله اوسمهال د نيوزيلېنډ په سفر ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځه شل اوريزو لوبو لړۍ ترسره شوه او هند پکې د نيوزيلېنډ لوبډلې ته تاريخي ماتې ورکړه.

دا لومړى ځل و چې يوې لوبډلې بلې لوبډلې ته د پنځه شل اوريزو سياليو کې وايټ واش يا هم ٥-٠ په صفر کې ماتې ورکړه او د لوبو لړۍ يې په خپل نوم کړه، تر دې مخکې هېڅ لوبډلې د ٥-٠ په سره د شل اوريزو لوبو لړۍ کې بريا نه ده ترلاسه کړې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …