کورپاڼه / خپلواک / راهول او روهيت شرما درجه بندۍ کې پرمختګ کړى
روهيت شرما او کى ايل راهول

راهول او روهيت شرما درجه بندۍ کې پرمختګ کړى

خپلواک وېبپاڼه (٤ فبروري ٢٠٢٠): د هندۍ لوبډلې دوه مخکښو توپوهونکو کى ايل راهول او روهيت شرما د کرکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو لوبو د توپوهونکو په نړيواله درجه بندۍ کې پرمختګ کړى دى.

د هند او نيوزيلېنډ په ٥ شل اوريزو لوبو لړۍ کې دواړو توپوهونکو ښه توپوهنه ترسره کړه چې کى ايل راهول ٤ مقامه پورته لاړ او په دويم مقام کې يې خپل ځاى کره کړ، همدا راز روهيت شرما بيا ٣ مقامه پرمختګ وکړ او ١٠م مقام ته يې ځان ورساوه.

کى ايل راهول ٥ لوبو کې تر ټولو زياتې ٢٢٤ منډې ترلاسه کړې، چې اوسط يې ٥٦.٠٠ او سټرايک رېټ يې ١٤٤.٥١ و، هغه دوه پنځوسيزې هم ووهلې او زياتې منډې يې بيا ٥٧ ناسوځېدلې وې.

همدا راز روهيت شرما بيا ٤ لوبو کې ګډون وکړ، چې ١٤٠ منډې يې ترلاسه کړې او په يوه لوبه کې يې زياتې منډې ٦٥ وې. هغه همدا راز په ٤٦.٦٦ اوسط او ١٥٠.٥٣ سټرايک رېټ سره توپوهنه ترسره کړه.

افغان چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى بيا په خپل اتم مقام ولاړ دى او له خپل مقامه نه دى خوځېدلى، همدا راز لومړى مقام بيا د پاکستان بابر اعظم له ځان سره ساتلى دى.

د شل اوريزو لوبو درجه بندي

د اسټراليا ارون فينچ ١ مقام راښکته شوې او اوس په دريم مقام دى، همدا راز د نيوزيلېنډ کولين مونرو بيا په خپل ٤ مقام ولاړ دى. د انګلستان ډيويډ ملن هم ٢ مقامه راټيټ شوى او اوس په ٥م مقام کې قرار لري.

د اسټراليا ګلين ميکسويل هم يو مقامه راښکته شوى دى چې اوس په ٦م مقام کې قرار لري او د نيوزيلېنډ ايوان ليويس بيا په خپل ٧م مقام کې په خپل ځاى پاتې شوى دى.

د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي هم خپل ٩م مقام ساتلى دى او ښکته يا پورته نه دى تللى.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …