کورپاڼه / خپلواک / ګلين ميکسويل، ميتيو وېډ او مچل مارش يو ځل بيا د اسټراليا لوبډلې برخه شو
ګلين ميکسويل

ګلين ميکسويل، ميتيو وېډ او مچل مارش يو ځل بيا د اسټراليا لوبډلې برخه شو

خپلواک وېبپاڼه (٤ فبروري ٢٠٢٠): د اسټراليا کرکټ بورډ د سويلي افريقا پر وړاندې لوبو ته خپلې لوبډلې اعلان کړې، چې ګلين ميکسويل هم تر رخصتۍ وروسته له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شو، همدا راز ميتيو وېډ او مچل مارش هم په لوبډله کې اخيستل شوي دي.

ګلين ميکسويل چې د تېر کال په اوړي کې يې له ملي لوبډلې د ذهني فشار له لامله رخصت اخيستى و، په وروستي بيګ باش ليګ کې ولوبېده او ښه لوبه يې نندارې ته وړاندې کړه، چې اوس يو ځل بيا د سويلي افريقا پر وړاندې لوبو ته له خپلې لوبډلې سره يو ځاى شوى دى.

همدا راز مارکوس سټوينيس چې په بيګ باش تجارتي ليګ کې هم ښه وځلېده، خو د اسټراليايي لوبډله کې ورته ځاى نه دى ورکړل شوى، خو هغه په احتياطي لوبغاړو کې ساتل شوى دى او که کوم لوبغاړى ټپي شي، نو ښايي مارکوس له لوبډلې سره يو ځاى شي.

همدا راز ميتيو وېډ هم د شل اوريزو لوبو لپاره اخيستل شوى دى چې په مډل ارډر کې ښه توپوهنه کولاى شي او مچل مارش بيا په دواړو سکواډونو کې د الراونډر په حېث شامل شوى دى.

د يو ورځنيو لوبو لوبغاړو نوملړ:

ارون فينچ (لوبډلمشر)، مارنوس لابوشين، اشټون اګر، الېکس کېري (ويکټ ساتونکى)، پاټ کومنز (مرستيال لوبډلمشر)، ګلين ميکسويل، جوش هازلووډ، کېن ريچارډسن، سټيو سميت، مچل سټارک، ډيويډ وارنر، اډم زمپا، مچل مارش او ميتيو وېډ.

د شل اوريزو لوبو لوبغاړو نوملړ:

ارون فينچ (لوبډلمشر)، سين ابوټ، اشټون اګر، الېکس کېري (ويکټ ساتونکى)، پاټ کومنز (مرستيال لوبډلمشر)، ګلين ميکسويل، جهي ريچارډسن، کېن ريچارډسن، سټيو سميت، مچل سټارک، ډيويډ وارنر، اډم زمپا، مچل مارش او ميتيو وېډ.

د يادولو ده چې اسټراليا په روانه مياشت کې سويلي افريقا ته ځي، چې هلته به له سويلي افريقايي لوبډلې سره د ٣ شل اوريزو او ٣ يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کړي.

لومړۍ شل اوريزه لوبه به د فبرورۍ په ٢١مه نېټه په جوهانسبرګ، دويمه شل اوريزه لوبه به د فبرورۍ په ٢٣مه نېټه په پورټ ايلزيبت او دريمه شل اوريزه لوبه به د همدغه مياشتې په ٢٦مه نېټه په کېپ ټاون کې ترسره شي.

لومړۍ يو ورځنۍ لوبه به د فبرورۍ په ٢٩مه نېټه په پارل کې، دويمه يو ورځنۍ لوبه به د مارچ په ٤مه نېټه په بلومفونټين او دريمه يو ورځنۍ لوبه به د مارچ په ٧مه نېټه په پوچيفسټروم کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …