خپلواک وېبپاڼه (٤ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ يو ځل بيا د کام اير هوايي شرکت سره د هوايي سفر په برخه کې د راتلونکې لوبلړۍ لپاره تړون لاسليک کړى دى.
د کرکټ بورډ په وينا، په هند کې د ايرلېنډ لوبډلې سره د درې شل اوريزو لوبو لړۍ په برخه کې د کام اير هوايي شرکت او کرکټ بورډ ترمنځ د هوايي سفر د همکاريو تړون لاسليک شوى دى.
د دغه تړون تر مخه، کام اير هوايي شرکت به د لوبغاړو او کرکټ بورډ کارکونکو سره د قرارداد سره سم د سفر پر مهال همکاري کوي او کرکټ بورډ به يې په بدل کې کام اير ته د اعلاناتو په برخه کې کار کوي.
تر دې مخکې د ويسټ انډيز پر وړاندې د افغانستان لوبډلې لوبو لپاره هم کرکټ بورډ له کام اير هوايي شرکت سره د هوايي سفر تړون لاسليک کړى و.
د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د افغانستان په کوربه توب په هند کې د درې شل اوريزو لوبو لړۍ د مارچ په مياشت کې ترسره کېږي. چې لومړۍ لوبه به د مارچ په شپږمه، دويمه په اتمه او دريمه لوبه به د مارچ په لسمه نېټه ترسره شي.
د يادولو ده چې سږ کال افغانستان او ايرلېنډ دوه لوبلړۍ درلودې، چې يوه لوبلړۍ به د ايرلېنډ په کوربه توب او بله به د افغانستان په کوربه توب ترسره کېده.
خو ايرلېنډ د مالي امکاناتو د نه شتون له لامله په خپله کوربه توب لوبلړۍ لغوه اعلان کړه او ويل کېږي چې ښايي دغه لوبلړۍ په راتلونکي کال کې ترسره شي.
همدا راز د افغانستان کرکټ بورډ بيا په خپله کوربه توب کې لوبلړۍ بدله کړه لوبې يې د يو ورځنيو پر ځاى ٣ شل اوريزو ته واړولې چې اوس به د مارچ په مياشت کې په هند کې ترسره شي.