کورپاڼه / خپلواک / فرهان يوسفزى: ډاډه يم چې راتلونکى اسيا جام به افغانستان وګټي
فرهان يوسفزى او کرکټ لوبغاړي

فرهان يوسفزى: ډاډه يم چې راتلونکى اسيا جام به افغانستان وګټي

خپلواک وېبپاڼه (٤ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي نن د ملي لوبډلې لوبغاړو سره په ناسته کې ويلي دي، چې هغه ډاډه دى چې راتلونکى نړيوال جام به دوى د افغانستان په نوم ثبت کړي.

د کرکټ بورډ له لوري په خپور شوي خبر کې ويل شوي دي، چې د کرکټ بورډ عمومي مشر د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ناسته وکړه او هغوى ته يې وويل چې د راتلونکي اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام لپاره دې پوره چمتووالى ونيسي.

په دغه خبر کې همدا راز ويل شوي دي، چې چيرمېن لوبغاړو ته ويلي دي چې له هغوى سره شوې ژمنې به عملي جامه خپله کړي.

فرهان يوسفزي د ملي لوبډلې لوبغاړو ته ويلي دي، چې زه په دې ډاډه يم چې تاسو به راتلونکى اسيام جام د افغانستان په نوم ثبت کړئ. هغه وايي، چې زه پوهېږم چې ملي لوبغاړي دا وړتيا لري چې اسيا جام وګټي.

هغه همدا راز له لوبغاړو غوښتنه کړې ده چې د غوراوي کمېټې پرېکړو ته دې درناوى وکړي او که هر يو لوبغاړى ستونزه لري، نو د غوراوي کمېټې مسوول، اجراييوي مشر او يا دې هم په خپله له ده سره ستونزه شريکه کړي، تر څو حل لاره ورته پېدا کړي.

فرهان يوسفزى او ملي لوبغاړي

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې ملي لوبغاړو د افغانستان لپاره ډېرې خوارئ کاږلي او هېواد ته يې ډېر وياړونه راوړي دي، لوږې او تندې يې تېرې کړې دي نو ځکه نوموړى د ملي لوبغاړو خوارۍ ته په درنه سترګه ګوري او د ادارې له لوري ترې مننه کوي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې دا هم ويلي دي، چې ځينې مشرانو لوبغاړو ته په اداري برخه کې هم اړتيا شته او دوى بايد د ادارې دغه تشې ډکې کړي.

هغه وايي، چې ټول لوبغاړي په دې پوهېږي چې څومره نور کرکټ کولاى شي، نو بايد چې يو بل ته خپل ځايونه پرېږدي او کوم لوبغاړي چې په اداره کې دندې ترسره کولاى شي او اړتيا ده ورته، هغوى بايد په اداره کې کارونه وکړي.

فرهان يوسفزى وايي، موږ بايد ځينې سختې پرېکړې وکړو او که داسې ونه کړو نو شاته به پاتې شو، هغه لوبغاړو ته ويلي دي، چې غواړم له تاسو په نورو اړينو برخو کې کار واخلم او هر ډول اسانتياوې درته رامنځته کړم، ځکه نور د بهرنيانو پر ځاى بايد تاسې په خپله کار وکړئ.

فرهان يوسفزي دا هم ويلي دي، چې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې هېوادوال له کرکټ نه ډېر خپه شوي دي او بايد په راتلونکي نړيوال جام کې د هېوادوالو زړونه بېرته وګټل شي. هغه لوبغاړو ته ويلي دي چې په بشپړې جذبې سره سترو لوبډلو ته ماتې ورکړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …