خپلواک وېبپاڼه (٤ فبروري ٢٠١٩): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام کې هند يو ځل بيا پاکستان ته تاريخي او شرموونکې ماتې ورکړه او له ١٩ کلنو نړيوال جام نه يې د هغوى کيسه ورخلاصه کړه، همدا راز هندۍ لوبډلې د ١٩ کلنو نړيوال جام ته هم ورسېده.
د هند او پاکستان ترمنځ د ١٩ کلنو نړيوال جام نيمه پايلوبه د سويلي افريقا په پوچيفسټروم کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
د پاکستان له لوري حېدر علي او محمد هرېره توپوهنې ته راووتل، خو هند ته لومړۍ کاميابي په مجموعي ٩ منډو ترلاسه شوه چې د مشرا په توپ باندې سکسېنا د هرېره توپ ونيوه او هغه يې په ٤ منډو له مېدانه بهر کړ.
Excellent half-century from Pakistan opener Haider Ali.
Alongside Rohail Nazir, Pakistan are building a steady platform!#U19CWC | #INDvPAK | #FutureStars pic.twitter.com/ytMbYF1cEa
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) February 4, 2020
دويم توپوهونکى فهد منير و، چې په صفر وسوځېده، ورپسې حېدر علي هم د ٥٦ منډو جوړولو وروسته خپله ويکټ له لاسه ورکړه. همدا راز لوبډلمشر روحېل نظير بيا ښه توپوهنه ترسره کړه او ٦٢ منډې يې وکړې او محمد حارث ٢١ منډې ترلاسه کړې، خو نور پاکستاني توپوهونکي په توپوهنه کې ونه ځلېدل.
پاکستان په ٤٣.١ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٢ منډې وکړې.
#U19CWC wicket number 1️⃣2️⃣ for Ravi Bishnoi 🔥 #INDvPAK | #FutureStars pic.twitter.com/NcC8LQRzyB
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) February 4, 2020
د هند له لوري په زړه پورې توپ اچونه وشوه، چې سشانت مشرا ٣، کارتيک تياګي او روي بشنويي ٢-٢، اتاروا انکولکر او يشسوي جېسوال ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.
Time for the second innings!
Who will be the first side to secure their place in the Final?#U19CWC | #INDvPAK | #FutureStars pic.twitter.com/W1Xr7dizFU
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) February 4, 2020
د ١٧٣ منډو هدف د هندۍ لوبډلې لپاره ډېر اسانه هدف و، چې د هند لوبډلې د پيل توپوهونکو يشسوي جېسوال او ديوانش سکسينا په ګډه پوره کړ، چې په زړه پورې او ستره ملګرتيا يې ترسره کړه.
دوى پاکستاني توپ اچونکي دې ته پرې نه ښودل چې ويکټ ترلاسه کړي او ډېر په اسانۍ سره يې په ګډه باندې اوږده ملګرتيا ترسره کړه او هندۍ لوبډلې ته يې د ١٠ ويکټو په توپير بريا ورپه برخه کړه.
يشسوي جېسوال په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ١٠٥ ناسوځېدلې منډې يې وکړې او ديوانش سکسينا بيا ٥٩ ناسوځېدلې منډې وکړې او هندۍ لوبډله يې بريالۍ کړه.
100 for Jaiswal!
He looked in sublime touch today, powering India to the target.#U19CWC | #INDvPAK | #FutureStars pic.twitter.com/JKESNPcRA4
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) February 4, 2020
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يشسوي جېسوال ترلاسه کړه.
له دې سره د هند لوبډله پايلوبې ته لاړه او د پاکستان لوبډلې سفر هم پاى ته ورسېد.
India are the first team to qualify for the 2020 #U19CWC final!#INDvPAK | #FutureStars pic.twitter.com/8WDUMErVMe
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) February 4, 2020
د يادولو ده چې د ٢٠١٨ کال ١٩ کلنو نړيوال جام کې هم د هند او پاکستان لوبډلې په نيمه پايلوبې کې سره مخ شوې وه. دغه لوبه کې هند د پاکستان لوبډلې ته د ٢٧٣ منډو هدف ټاکلى و، خو په ځواب کې يې د پاکستان ټوله لوبډله په ٦٩ منډو سوځولې وه او په ٢٠٣ منډو يې ترې بريا خپله کړې وه.