کورپاڼه / پلار یې روغتون ته ولاړ، ړوند زوی یې د لوږې له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکړ
یان شینګ

پلار یې روغتون ته ولاړ، ړوند زوی یې د لوږې له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکړ

خپلواک وېبپاڼه (۴ فبروري ۲۰۲۰): چین کې دولتي مامورینو یو سړی روغتون ته بوتلو تر څو د کورونا وایروس له امله یې قرنطین کړي، خو کور کې یې ړوند زوی د لوږې له لاسه خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د چین حکومت د دغه هېواد دوه تنه پولیس په خپله دنده کې د غفلت له وجې له دندو لرې کړل. د چین په هوبای صوبه کې د یوه ۱۶ کلن ړوند هلک پلار او د هغه بل ورور باندې یوه اونۍ مخکې د کورونا وایروس پېښې ثبت شوې وې، چې پولیسو د دغه ړوند هلک پلار او ورور څو ورځې مخکې له ځان سره روغتون ته وېوړل تر څو قرنطین شي او د دغه وایروس له خپرېدو نه مخنیوی وکړي، خو په کور کې پاتې شوی ۱۶ کلن ړوند هلک د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه ړوند هلک یان شینګ نومېده او پلار يې یواځینی کس و، چې نوموړي ته یې پاملرنه کوله. یوه اوونۍ مخکې د یان شینګ پلار او د هغه ورور په کورونا وایروس ککړ شوي وو، چې څو ورځې مخکې پولیسو په زوره دا دواړه هغه روغتون ته له ځانه سره وړي، کوم روغتون کې چې په کورونا وایروس باندې د ککړو ناروغانو درملنه کېده، خو یان شینګ په کور کې یواځې پاتې و او د خپلو ړندو سترګو له امله یې نشوای کولای چې په کور کې خواړه پیدا کړي او ویې خوري، له همدې امله یان شینګ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د چینايي رسنیو د راپورونو په وینا، یان شینګ څو ورځې په کور کې یواځې و، چې په دې موده کې یې هیڅ خواړه نه وو خوړلي او د شدیدې لوږې له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د یادونې وړ ده چې په چین کې د کورونا وایروس له امله ۴۲۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، د دغه وایروس له امله چینایانو ته پر ځاني زیانونو سربېره ډېر نو مالي او ټولنیز زیانونه هم رسولي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د کوهلي او انوشکا شرما ګډ انځور په فسبوک تر اوسه له یو نیم میلیون زیاتو خلکو خوښ کړی دی

تېره شپه د بنګلور لوبډلې کپتان ویرات کوهلي په خپلو ټولنیزو رسنیو ټویټر، فسبوک او …