کورپاڼه / خپلواک / غازي امان الله خان لېسټ اې سيالۍ دوه ورځې وروسته پيلېږي
غازي امان الله خان جام سيالۍ

غازي امان الله خان لېسټ اې سيالۍ دوه ورځې وروسته پيلېږي

خپلواک وېبپاڼه (٨ سپتمبر ٢٠١٩): د غازي امان الله خان جام لېسټ اې سيالۍ د سپتمبر په ١٠مه نېټه پيلېږي او د سپتمبر تر ٢٣مې نېټې پورې به دوام وکړي، چې د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره کېږي او يوازې پايلوبه به يې د کابل په لوبغالي کې ترسره شي.

يادې سيالۍ چې لېسټ اې درجه لري او يو ورځنۍ لوبې دي، پنځه لوبډلې پکې شاملې دي، چې امو زون، سپين غر زون، مس عينک زون، بند امير زون او د بوست زون لوبډلې پکې شاملې دي.

امو زون لوبډله کې زاهد زاخېل، حيات الله، وسيم مندوزى، عبدالمالک، ابراهيم، نورالله، ميروېس اشرف (لوبډلمشر)، مراد، سليم، عبدالوصي، عبدالله مزاري، ظهېب خان، محمد ظاهر، اکرام علي خېل او محب اورياخېل شامل دي.امو زون

په بند امير زون لوبډله کې ضيا الحق پرواني (لوبډلمشر)، حشمت الله شهيدي، نثار وحدت، دروېش رسولي، نور الحق، عمران جنت، امان رفيقي، يونس احمدزى، محمد سردار، امير حمزه، نويد احمد، وقار سلامخېل، نجات مسعود، فرمان الله ساپى او عبدالله عادل شامل دي.بند امير زون

د بوست زون لوبډلې کې ناصر جمال (لوبډلمشر)، منير احمد، کريم صادق، عبدالباقي، وقارالله، دستګير، نصيب الله، عبدالله تره خيل، محمد عالم، نصرت الله، احسان جنت، سميع الله شينوارى، يمين احمدزى، سيد شېرزاد او عبدالرحمان شامل دي.بوست زون

د مس عينک زون لوبډلې کې صدام منګل، رحيم منګل، شمس الرحمان، احسان منګل، نويد عبېد، نور علي، رحمت شاه (لوبډلمشر)، ابراهيم ځدراڼ، عمران مير، افسر ځاځى، ضيا اکبر، ناصر توتاخېل، ضيا شريفي، يوسف ځاځى او نواز خان شامل دي.مس عينک زون

د سپين غر زون په لوبډله کې بيا شبير نوري، ناصر عمر (لوبډلمشر)، زاهد الله، بهير شاه، خېبر عمر، وحيد شفق، شوکت زمان، عظمت الله، باتن شاه، طارق ستانکزى، قسيم اورياخېل، ظاهر شېرزاد، فطرت الله خاورې، محمد ابراهيم او ولي اغا شامل دي.سپين غر زون

د يادولو ده چې د ٢٠١٨ کال غازي امان الله خان جام سياليو په پايلوبه کې د سپين غر زون او بوست زون ترمنځ لوبه شوې وه، چې بوست زون په ٥ ويکټو بريا خپله کړې او د يادو سياليو اتلولي يې خپله کړې وه.

همدا راز د ٢٠١٨ غازي امان الله خان جام سياليو کې تر ټولو زياتې منډې د سپين غر زون سميع الله شينواري کړې وې، هغه ٣٩٨ منډې کړې وې، ورپسې محمد شهزاد ٣٦٨ منډې کړې وې، چې هغه هم د سپين غر زون لوبډلې سره لوبېده.

په توپ اچوونکو کې بيا د بند امير زون نجات مسعود تر ټولو زيات ١٣ کسان سوځولي و، همدا راز د امو زون شرف الدين اشرف ١٢، د بوست زون سيد شېرزاد ١٢ او د سپين غر زون افتاب عالم بيا ١٠ کسان سوځولي و.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …