کورپاڼه / خپلواک / سويلي افريقا په لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه
کوانټين ډي کوک

سويلي افريقا په لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٥ فبروري ٢٠٢٠): د سويلي افريقا او انګلستان په لومړۍ پنځوس اوريزه لوبه کې سويلي افريقا په اسانۍ سره بريا خپله کړه، دا د کوانټين ډي کوک په لوبډلمشرۍ لومړۍ لوبه وه چې هغه په کې ډېر ښه وځلېده او لوبډله يې بريالۍ کړه.

دغه لوبه چې د سويلي افريقا په کېپ ټاون کې ترسره شوه، په پيل کې سويلي افريقا پچه وګټله او لومړى يې د انګلستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

انګلستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٥٨ منډې وکړې، چې له ډلې يې جو ډينلي ٨٧، کريس ووکس ٤٠ او جېسن روى ٣٢ منډې وکړې.

د سويلي افريقا له لوري تبرېز شمسي ٣، بوران هېنډريکس، جى جى سموټس، انډيل پيلوکواو او لوټو سيپاملا ١-١ لوبغاړى وسوځاوه.

د ٢٥٩ منډو هدف د سويلي افريقا لوبډلې په ٤٧.٤ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې يې د ٧ ويکټو په توپير د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د دوى له لوري لوبډلمشر کوانټين ډي کوک ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ١٠٧ منډې يې وکړې، همدا راز ټيمبا بوواما ٩٨ او راسي وان ډير ډوسين ٣٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د انګلستان له لوري کريس ووکس، جو روټ او کريس جورډن ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کوانټين ډي کوک ترلاسه کړه، چې په زړه پورې توپوهنه يې ترسره او خپله لوبډله يې بريالۍ کړه.

د ٣ يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې سويلي افريقا د ١-٠ سره مخکې شوه، چې د دې لوبلړۍ دويمه پنځوس اوريزه لوبه به د فبرورۍ په ٧مه نېټه د سويلي افريقا په ډوربن کې ترسره شي.

د يادولو ده چې تر دې مخکې دواړو لوبډلو ټېسټ سيالۍ هم ترسره کړې او له يو ورځنيو سياليو وروسته به بيا د شل اوريزو لوبو لړۍ هم ترسره کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …