پلواک وېبپاڼه (٥ فبروري ٢٠٢٠): په اسټراليا کې د بيګ باش سياليو کې د راشد خان لوبډلې اډلايډ سټرايکرز سفر پاى ته رسېدو وروسته په رسنيو کې يو خبر خپور شو، چې راشد خان خپل ګرانبيه موټر په اسټراليا کې د اورځپلو سره د مرستې لپاره نيلامۍ ته وړاندې کړى دى.
نه يوازې د دغه موټر سره د راشد خان انځورونه هم خپاره شو، چې هغه په موټر کې ناست او ځينې نور لوبغاړي د موټر خواته ولاړ دي، همدا راز رسنيو هم دا موټر د (راشد خان موټر) په نوم ښکاره کړ او وې ويل چې راشد خان خپل ګرانبيه موټر د اسټراليا د اورځپلو سره د مرستې لپاره نيلامۍ ته وړاندې کړى دى، تر څو ترلاسه شوې پېسې يې په اسټراليا کې د اور ځپلو ته ورکړل شي.
Want @rashidkhan_19‘s car!? 😮
His @MitsubishiAust Outlander PHEV is up for auction to help raise funds for the SA Bushfire Appeal
ℹ: https://t.co/LMBAFO17ff #BlueEnergy #MitsubishiLife pic.twitter.com/A4hM1IAdU1
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) February 2, 2020
د دې خبر له خپرېدو وروسته يو شمېر افغانانو که څه هم د راشد خان دا کار وستايه، خو ډېر شمېر افغانانو پر هغه نيوکې وکړې او وې ويل چې په افغانستان کې ډېر داسې غريب خلک شته، چې ډېرو مرستو ته اړتيا لري، نو بيا ولې راشد خان داسې کار وکړ.
خو تازه معلومات وايي، چې په اسټراليا کې د بيګ باش سياليو کې د راشد خان د لوبډلې اډلايډ سټرايکرز سفر پاى ته رسېدو وروسته، راشد خان دغه موټر چې په کرايه يې نيولى و، بېرته ياد شرکت ته وسپاره.
We did tell @rashidkhan_19 to take it easy…! 🤷♂️ #T20Showdown #BlueEnergy pic.twitter.com/tfwTErV2aP
— Adelaide Strikers (@StrikersBBL) February 2, 2020
خو ياد شرکت د هغه له نوم او شهرت په استفادې سره دغه موټر د (راشد خان موټر) په نوم په لوړه بيه نيلامۍ ته وړاندې کړ، تر څو د راشد خان له نوم ګټه ترلاسه او دغه موټر په لوړه بيه وپلوري.
راشد خان چې نن سبا د کرکټ په نړۍ کې يو ستر او پېژندلى نوم دى او ډېر زيات شهرت لري، نو هر تجارتي شرکت دا هڅې کوي چې د هغه له نوم نه په يو نه يو ډول استفاده وکړي.
خبريال جعفر هاند په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې راشد خان سره يې په دې اړه خبرې وکړې او هغه ورته وويل، چې ياد شرکت ترې د دې کار اجازه غوښتې وه او هغه هم ورته اجازه ورکړې، چې داسې کار دې وکړي.
All ready to go for game bushfires t20 showdown get in to ground guys and support both the teams for this great cause . See you all at the ground . @Adelaide_FC kit looks good 😍😍🙈 pic.twitter.com/MdFceA2era
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) February 2, 2020
د دغه شرکت د دې کار هدف دا و، چې د راشد خان په نوم دا موټر په لوړه بيه خرڅ کړي او ترلاسه شوې پېسې يې په اسټراليا کې د ځنګلونو د اور له کبله د زيانمنو شويو سره مرسته کړي.
جعفر هاند وايي، چې ځينو خلکو داسې انګېرلې ده چې راشد خان خپل دا ګران بيه موټر د اسټراليا اور ځپلو سره د مرستې لپاره ورکړى دى، خو هغه وايي چې راشد خان وايي چې داسې نه ده او د هغه په خپل هېواد کې ډېر بې وزله شته، چې بايد له هغوى سره مرسته وکړي.
You beauty! Rashid Khan has officially joined the good guys! #T20Showdown #weflyasone pic.twitter.com/gXBezMrhmk
— Adelaide Crows (@Adelaide_FC) January 29, 2020
د يادولو وړ ده چې راشد خان په اسټراليا کې په هغه لوبه کې ګډون کړى و، چې د اسټراليا له اور ځپلو سره د مرستې لپاره ترسره کېده.