خپلواک وېبپاڼه (٥ فبروري ٢٠٢٠): د پنځه شل اوريزو لوبو په لړۍ کې د ٥-٠ سره له هند نه شرموونکې ماتې خوړونکې نيوزيلېنډۍ لوبډلې د ٣ يو ورځنيو لوبو لړۍ په لومړۍ لوبه کې هند ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه چې د نيوزيلېنډ په همېلټن کې ترسره شوه، نيوزيلېنډ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د هند لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه او ٣٤٧ منډې يې وکړې، چې په يو ورځنيو لوبو کې يې دويمې زياتې منډې هم دي.
د هند لپاره شرياس اير په زړه پورې توپوهنه ترسره او ١٠٣ منډې يې وکړې، چې دا يې په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې لومړنۍ سليزه ده. همدا راز کى ايل راهول ٨٨ ناسوځېدلې، لوبډلمشر ويراټ کوهلي ٥١ او ماينک اګروال ٣٢ منډې وکړې.
👉 103 runs
👉 107 balls
👉 11 fours
👉 1 sixA brilliant innings from Shreyas Iyer comes to an end.
Well batted 👏#NZvIND pic.twitter.com/l9KfZcIQos
— ICC (@ICC) February 5, 2020
د نيوزيلېنډ له لوري ټيم ساوټي ٢، کولين دي ګرېنډ هوم او ايش سودهي ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.
د ٣٤٨ منډو ستر هدف پر وړاندې نيوزيلېنډ ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په ٤٨.١ اورونو کې يې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ياد هدف پوره کړ او د يو ورځنيو لوبو لړۍ يې په بريا سره پيل کړه.
د نيوزيلېنډ لپاره راس ټېلر په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې ١٠٩ ناسوځېدلې منډې يې وکړې او خپله لوبډله يې بريا ته ورسوله. همدا راز هينري نيکولز ٧٨، ټام لاتم ٦٩ او مارټين ګوپټيل ٣٢ منډې وکړې.
💯 No.21 for Ross Taylor 👏
Can he take New Zealand all the way? #NZvIND pic.twitter.com/GhevXC3wDa
— ICC (@ICC) February 5, 2020
د هند له لوري کلديپ يادو ٢، شردل ټاکر او محمد شامي ١-١ ويکټ ترلاسه کړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه راس ټېلر ترلاسه کړه، چې نن يې خپله لوبډله بريالۍ کړه.
د يادولو ده چې په نننۍ لوبه کې د هند له لوري پريتوي شاو او ماينک اګروال او د نيوزيلېنډ له لوري ټام بلنډيل خپلې لومړنۍ يو ورځنۍ لوبې هم ترسره کړې.
Hamilton, 2007 ▶️ New Zealand chase down 347 vs Australia
Hamilton, 2020 ▶️ New Zealand chase down 348 vs India#NZvIND pic.twitter.com/d6qOiZpiyi— ICC (@ICC) February 5, 2020
د ٣ يو ورځنيو لوبو دويمه لوبه به د دواړو لوبډلو ترمنځ د فبرورۍ په ٨مه نېټه د نيوزيلېنډ په اکلېنډ کې ترسره شي.