کورپاڼه / خپلواک / شعېب اختر: پاکستاني لوبغاړي دې له هندي لوبغاړي جېسوال نه زده کړه وکړي
شعېب اختر او يشسوي جېسوال

شعېب اختر: پاکستاني لوبغاړي دې له هندي لوبغاړي جېسوال نه زده کړه وکړي

خپلواک وېبپاڼه (٥ فبروري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په نيمه پايلوبې کې هند په ډېرې اسانۍ سره د پاکستان لوبډلې ته په ١٠ ويکټو ماتې ورکړه او پايلوبې ته يې ځان ورساوه.

په دغه لوبه کې پاکستان ١٧٢ منډې کړې وې، چې د هند له لوري يشسوي جېسوال او ديوانش سکسينا پوره کړې، جېسوال په دغه لوبه کې ١٠٥ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

يشسوي جېسوال د يوې ډېرې غريبې کورنۍ نه دى، چې په ممبۍ کې به يې (پاني پوري) خرڅولې، خو په ډېر زيار او خوارۍ باندې د هند ١٩ کلنو لوبډله کې واخيستل شو او هغه ثابته کړه چې مخکې به ډېر پرمختګ وکړي او يو وخت به د هند لپاره ستر وياړونه راوړي.

د پاکستان ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعېب اختر له دغه لوبې وروسته پر پاکستاني لوبغاړو سختې نيوکې وکړې او وې ويل چې دوى دې له هندي يشسوي جېسوال نه زده کړه وکړي.

هغه همدا راز وويل، چې پاکستان نيمه پايلوبې ته ورسېده، خو دومره ښه لوبډله نه ده چې پايلوبې ته لاړه شي. هغه همدا راز هندۍ لوبډلې ته په لوبې مبارکي ورکړه او وې ويل چې ځينې لوبغاړي به يې ډېر مخکې لاړ شي.

هغه همدا راز د پاکستان ١٩ کلنې لوبډلې لوبغاړو پر ډګر ساتنه هم نيوکه وکړه او وې ويل چې تاسې په دې دومره کم عمره کې هم په توپ پسې ځان نه شئ ورغورځولى، نو مخکې به څه کوئ.

شعېب اختر همدا راز د هندي لوبغاړي يشسوي جېسوال ډېره ستاينه کړې ده او د هغه د ژوند کيسه يې کړې ده، چې څنګه له ډېرې غريبې کورنۍ نه راغى، په ممبۍ کې يې په ډېرې سختۍ شپې وکړې او دې مقام ته يې ځان ورساوه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …