کورپاڼه / خپلواک / ملي لوبغاړي حشمت الله شهيدي عمره وکړه
حشمت الله شهيدي

ملي لوبغاړي حشمت الله شهيدي عمره وکړه

خپلواک وېبپاڼه (٥ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه لوبغاړي حشمت الله شهيدي اوس مهال په سعودي عربستان کې دى چې هلته د عمرې ادا کولو لپاره تللى دى.

حشمت الله شهيدي په سعودي عربستان کې عمره کړې ده، چې په دې اړه يې په خپله فېسبوکپاڼه کې ځينې انځورونه هم خپاره کړي دي.

حشمت الله شهيدي په خپله فېسبوکپاڼه کې د خپلو انځورونو خپرولو تر څنګ په خوږ هېواد افغانستان کې د سولې او ارامۍ لپاره دعا هم غوښتې ده.

هغه ليکلي دي: ((يا الله بې له شکه ته رحيم و کريم ذات يې، زما په مظلوم او جنګ ځپلي هېواد افغانستان باندې خپل رحم وکړه او د سولې او ارامۍ په لوى نعمت يې ونازوه، بې شکه چې ستر ترين نعمت او رحمت ورکونکى يې.))

٢٥ کلن حشمت الله شهيدي چې د افغانستان ملي لوبډلې د ټاپ ارډر توپوهونکى دى، د افغانستان لپاره يې ٣ ټېسټ، ٣٩ يو ورځنۍ او ١ شل اوريزه لوبه ترسره کړې ده.

هغه په ټېسټ لوبو کې د ٣٤.٥٠ په اوسط ١٣٨ منډې کړي او په يوه پاڼۍ کې يې ٦١ زياتې منډې دي. همدا راز په يو ورځنيو لوبو کې نوموړي د ٣٢.١٨ په اوسط ١٠٦٢ منډې ترلاسه کړې دي، چې ٩٧ ناسوځېدلې منډې يې په يوه پاڼۍ کې زياتې منډې دي.

نوموړى يوازې ١ شل اوريزه لوبه کې لوبېدلى دى او ١ منډه يې پکې ترلاسه کړې ده.

حشمت الله شهيدي چې د ويسټ انډيز پر وړاندې په يو ورځنيو، شل اوريزو او ټېسټ لوبه کې نه و اخيستل شوى، د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې يې په اړه ويلي و، چې هغه چټکې منډې نه شي کولاى او په ورو منډې کوي، نو له دې لامله يې په لوبډله کې نه دى اخيستى، چې د ويسټ انډيز لوبډله چټکه لوبډله ده او د هغې لپاره دوى هم چټک لوبغاړي غوره کړي دي، چې د ويسټ انډيز پر وړاندې چټکه توپوهنه وکړي.

په دغه سياليو کې ويسټ انډيز په يو ورځنيو لوبو کې په ٣-٠ سره بريا خپله کړه، افغانستان په شل اوريزو لوبو کې په ٢-١ سره لوبلړۍ په خپل نوم کړه او ټېسټ لوبه هم ويسټ انډيز له افغانستان نه وګټله.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …