کورپاڼه / خپلواک / فضلي: مشران لوبغاړي دې نويو لوبغاړو ته ځاى پرېږدي
عزيزالله فضلي، فضل حق او عبدالرحمان

فضلي: مشران لوبغاړي دې نويو لوبغاړو ته ځاى پرېږدي

خپلواک وېبپاڼه (٥ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ پخوانى عمومي مشر عزيز الله فضلي وايي، چې د ملي لوبډلې مشران لوبغاړي دې نور نويو ځوانو لوبغاړو ته ځاى پرېږدي.

عزيزالله فضلي چې تر فرهان يوسفزي مخکې د افغانستان کرکټ بورډ چيرمېن و، هغه په خپله رسمي فېسبوکپاڼه په يوه پوسټ کې ليکلي دي، چې شپږ مياشتې مخکې يې دا اقدا کړى و، چې ځوانانو ته چانس ورکړي او د مشرانو لوبغاړو ځاى ناستي شي.

عزيز الله فضلي وايي، چې نن يې د فضل الحق او عبدالرحمان توپ اچونه د سويلي افريقا پر وړاندې وليده او داسې ورته ښکاره شوه چې دا نوي ځوانان به د شاپور ځدراڼ او حميد حسن په څېر وځلېږي.

عزيز الله فضلي په خپل پوسټ کې ليکي: (( سلامونه ګرانو هېوادوالو؛ نن مې د فضل الحق او د عبدالرحمان بالينګ د سويلي افريقا پر وړاندې وليدو، رښتيا هم ماته داسې هيلې وشوې چې دغه نوي ځوانانو لکه شاپور ځدراڼ او حميد حسن وځلېدل.

شپږ مياشتې مخکې مو دا اقدام کړى و چې ځوانانو ته چانس ورکړو او د مشرانو لوبغاړو ځاى ناستي شي.

دا کوم اقدامونه چې ګورئ، دا زموږ تګلاره وه او بايد مشران لوبغاړي خپل ځايونه نويو ستورو ته پرېږدي او دى دې د بورډ په نورو برخو کې کار وکړي.))

نن افغانستان د ١٩ کلنو نړيوال جام کې خپله وروستۍ لوبه د کوربه سويلي افريقا لوبډلې پر وړاندې ترسره کړه او دغه لوبډلې ته يې په روان ١٩ کلنو نړيوال جام کې دويمه ماتې هم ورکړه.

په دغه لوبه کې فضل الحق ٨ اورونه ترسره کړل چې د ٣٣ منډو په بدل کې يې ٣ لوبغاړي وسوځول او عبدالرحمان بيا په ٨ اورونو کې د ٤٧ منډو په ورکولو سره ٢ ويکټې ترلاسه کړې. خو شفيق الله غفاري بيا ١٥ منډې ورکړې او ٤ لوبغاړي يې وسوځول چې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه يې هم ترلاسه کړه.

عزيز الله فضلي چې کوم مهال د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر و، په خپلو مرکو کې به يې تل دا يادونه کوله، چې هغه غواړي ځوان لوبغاړي ملي لوبډلې ته راولي او نور هغه لوبغاړي له ملي لوبډلې ليرې شي، چې ښه نه شي ځلېدلى.

ويل کېږي چې په همدې اساس عزيز الله فضلي د ٢٠١٩ کال نړيوال جام نه مخکې اصغر افغان د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ ليرې کړ او پر ځاى يې ګلبدين نايب د يو ورځنيو، راشد خان د شل اوريزو او رحمت شاه د ټېسټ لوبو لوبډلمشران کړل.

وروسته بيا دا خبره هم راښکاره شوه، چې د هغه مهال د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي او عزيز الله فضلي غوښتل چې راشد خان لوبډلمشر کړي، خو راشد خان په وروستي وخت کې له لوبډلمشرۍ انکار وکړ.

راشد خان بيا تر نړيوال جام وروسته د درې واړه فارمېټونو لوبډلمشر وټاکل شو، چې اصغر افغان يې مرستيال لوبډلمشر شو، خو اوسني چيرمېن فرهان يوسفزي يو ځل بيا اصغر افغان د ټولو فارمېټونو لوبډلمشر وټاکه.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …