کورپاڼه / خپلواک / کريم، شاپور، قېس او عظمت د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو ته اخيستل شوي
شاپور ځدراڼ، قېس احمد او عظمت الله عمرزى

کريم، شاپور، قېس او عظمت د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو ته اخيستل شوي

خپلواک وېبپاڼه (٦ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د مارچ په مياشت کې د ايرلېنډ پر وړاندې د شل اوريزو لوبو لړۍ ته ١٥ کسيزه لوبډله اعلان کړه، چې ځينې نوي لوبغاړي هم پکې اخيستل شوي دي.

په دغه ١٥ کسيزه لوبډله کې عظمت الله عمرزى او قېس احمد هم شامل دي، قېس احمد د افغانستان لپاره يوازې په ١ ټېسټ لوبه کې ګډون کړى او له هغه پرته يې کومه نړيواله لوبه د افغانستان لپاره نه ده ترسره کړې، همدا راز عظمت الله عمرزي بيا د افغانستان لپاره په هېڅ فارمېټ کې هم لوبه نه ده ترسره کړې.

همدا راز په دغه سکواډ کې شاپور ځدراڼ هم ځاى لري، چې خپله وروستۍ شل اوريزه لوبه يې د بنګله دېش پر وړاندې د ٢٠١٨ کال د جون په ٥مه نېټه ترسره کړې وه او د ٤٢ منډو په بدل کې يې ١ ويکټ ترلاسه کړې وه.

کريم جنت چې د ويسټ انډيز پر وړاندې په لوبو کې ښه ځلېدلى و، هم په لوبډله کې شامل دى، همدا راز ګلبدين نايب، سميع الله شينوارى او عثمان غني هم په پنځلس کسيز سکواډ کې شامل دي.

په دغه ١٥ کسيز سکواډ کې رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځى، کريم جنت، نجيب الله ځدراڼ، اصغر افغان (لوبډلمشر)، ګلبدين نايب، راشد خان، نوين الحق، شاپور ځدراڼ، مجيب الرحمان، قېس احمد، عظمت الله عمرزى، سميع شينوارى او عثمان غني شامل دي.

١٩ کلن قېس احمد چې په بيګ باش سياليو کې ولوبېده او ښه لوبه يې نندارې ته وړاندې کړه، د افغانستان لپاره يې تراوسه پورې يوازې ١ ټېسټ لوبه د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړې ده.

نوموړي ٥٠ شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي چې د ٢١.٩١ په اوسط يې ٥٦ ويکټې ترلاسه کړي دي او په يوه لوبه کې يې د ١٨ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځولي دي، خو هغه کومه نړيواله شل اوريزه لوبه نه ده ترسره کړې او که د ايرلېنډ پر وړاندې ولوبېږي، نو دا به يې لومړۍ شل اوريزه نړيواله لوبه وي.

١٩ کلن عظمت الله عمرزى چې الراونډر دى، په لومړي ځل د افغانستان په ١٥ کسيز نوملړ کې يې ځاى پېدا کړى دى، هغه تراوسه ٥ فرسټ کلاس، ١٨ ليسټ اې او ٣ شل اوريزې لوبې ترسره کړي دي، خو د افغانستان لپاره يې کومه نړيواله لوبه نه ده ترسره کړې.

Loading...

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: له تماشچيانو پرته لوبې به خوند له لاسه ورکړي

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او نامتو توپوهونکى ويراټ کوهلي وايي، که چېرته کرکټ …