کورپاڼه / خپلواک / په لوبډله کې د شاپور ځدراڼ او سميع الله شينواري په اخيستو د خلکو نيوکې
شاپور ځدراڼ او سميع الله شينوارى

په لوبډله کې د شاپور ځدراڼ او سميع الله شينواري په اخيستو د خلکو نيوکې

خپلواک وېبپاڼه (٦ فبروري ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ايرلېنډ پر وړاندې د درې شل اوريزو لوبو لپاره ١٥ کسيزه لوبډله اعلان کړې ده، چې يو نيم کال وروسته شاپور ځدراڼ هم په دغه سکواډ کې شامل دى او همدا راز سميع الله شينوارى هم پکې اخيستل شوى دى.

که څه هم په دغه ١٥ کسيزه لوبډله کې عظمت الله عمرزى او قېس احمد هم شامل شوي دي، چې تر دې مخکې يې په شل اوريزو لوبو کې د افغانستان استازولي نه ده کړې، خو د کرکټ مينه والو د شاپور ځدراڼ او سميع الله شينواري په اخيستو باندې نيوکې کړې دي.

همدا راز د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى محمد شهزاد چې تر ٢٠١٩ کال نړيوال جام وروسته پرې يو کلن بندېز لګېدلى و، خو په وروستيو کې د دوبۍ په لس اوريزه ليګ او د بنګله دېش په تجارتي ليګ کې لوبېدلى دى، لا يې هم په تړاو هېڅ معلومات نشته او خلک يې پوښتنې کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ د فېسبوک له رسمي پاڼې مو د کرکټ د ځينو مينه والو تبصرې راغونډې کړې دي، چې د ايرلېنډ پر وړاندې د سکواډ اعلانېدو وروسته خلکو کړي دي، دلته يې ستاسې سره شريکوو.

د الماس لالا په نوم يو فېسبوک کارونکي د کرکټ بورډ په پاڼه په خپله تبصره کې ليکلي: ((د شاپور ځدراڼ او سميع الله شينواري پر ځاى بايد نوي او ځوان لوبغاړو ته موقع ورکړي شوې واى.))

الماس لالا

د افغان يار په نوم يو بل د کرکټ مينه وال دغه خبر ته لاندې په خپله تبصره کې ليکلي: ((سلام رييس صاحب! د شاپور په ځاى بايد وفادار يا احمد شېرزاد ته چانس ورکړى واى.))

افغان يار

د مينه ناک ارمان په نوم يو کس بيا د شاپور ځدراڼ تر څنګ په لوبډلمشر اصغر افغان هم نيوکې کړې دي او وايي چې هغه يې په لوبډله کې ځکه اخيستى دى، چې د اصغر افغان د بيا لوبډلمشر کېدو پر مهال هغه يې د ملاتړ لپاره پوسټ کړى و.

خو احمديار ديانزى بيا وايي، چې ټول (لوبغاړي) يو بل پورې تړلي دي، هماغه زاړه انډيوالان او ګروپ بندي والا دي، د افغانستان کرکټ په کتلو نه ارزي.

مينه ناک ارمان او احمديار دايانزى

د چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي محمد شهزاد په اړه هم خلک تبصرې کوي او وايي چې هغه ولې نشته دى. د وطن يار پژواک په نوم يو کس ليکلي دي، چې شهزاد لالا ولې نشته، پرته له شهزاد لالا د لوبې هېڅ خوند نه وي.

وطن يار پژواک

خو فېسبوکي کارن شريف الله شريفي بيا ياد پوسټ ته په خپله تبصره کې ليکلي دي، چې داسې اوازه وه چې شهزاد محمد به هم لوبډلې ته راشي، تراوسه تاسې کومه پرېکړه کړې که نه؟

شريف الله شريفي

د يادولو ده چې تر دې مخکې د ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې هغه غواړي راتلونکي اسيا جام او نړيوال شل اوريز جام ته په لوبډله کې تجربه لرونکي لوبغاړي راولي، تر څو په هر حالت کې سمه لوبه وکولاى شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …