کورپاڼه / خپلواک / ميلبورن سټارز هم د بيګ باش پايلوبې ته لار پېدا کړه
ميلبورن سټارز لوبډله

ميلبورن سټارز هم د بيګ باش پايلوبې ته لار پېدا کړه

خپلواک وېبپاڼه (٦ فبروري ٢٠٢٠): د بيګ باش تجارتي ليګ په چېلنجر لوبه کې د ميلبورن سټارز لوبډلې بريا خپله کړه چې پايلوبې ته يې لار پېدا او په پايلوبه کې به د سډني سيکسرز لوبډلې سره مخامخ شي.

د بيګ باش تجارتي ليګ چېلنجرز لوبه چې د ميلبورن سټارز او سډني تنډر لوبډلو ترمنځ د اسټراليا په ميلبورن کې ترسره شوه، په پيل کې د لوبې پچه ميلبورن سټارز وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

ميلبورن سټارز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٢ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې مارکوس سټوينيس ٨٣ او نيک لارکين هم ٨٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د سډني تنډر له لوري کريس موريس ٢ لوبغاړي وسوځول.

د ١٩٥ منډو هدف په تعقيب کې د سډني تنډر لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٦ منډې وکړې او د هدف په پوره کولو کې ناکامه شو، چې د ٢٨ منډو په توپير يې ماتې وخوړله.

د دوى له لوري الېکس راس ٥٨، ارجن ناير ٣٠ او عثمان خواجه ٢٣ منډې وکړې. د ميلبورن سټارز له لوري حارث روف ٣، ناتن کولټر نيل او اډم زمپا ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نيک لارکين ترلاسه کړه، چې نن ښه وځلېده.

د يادولو ده چې د چېلنجر لوبې کې په بريا ترلاسه کولو سره د ميلبورن سټارز لوبډله پايلوبې ته لاړه او د سډني تنډر لوبډلې سفر په بيګ باش تجارتي ليګ کې پاى ته ورسېده.

د بيګ باش تجارتي ليګ پايلوبه به د سډني سيکسرز او ميلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ د اسټراليا په سډني ښار کې د فبرورۍ په ٨مه نېټه ترسره شي.

په روان بيګ باش ليګ کې د ميلبورن سټارز او سډني سيکسرز لوبډلې ٣ ځل مخامخ شوې دي، چې يو ځل ميلبورن سټارز او دوه ځلې بيا سډني سيکسرز بريا خپله کړې ده، اوس به وکتل شي چې د بيګ باش تجارتي ليګ د سږنيو سياليو اتلولي کومه لوبډله په خپل نوم کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …