کورپاڼه / خپلواک / ريچا چډها: هند کې ښځې خوندي نه دي
ريچا چډها

ريچا چډها: هند کې ښځې خوندي نه دي

خپلواک وېبپاڼه (٨ سپتمبر ٢٠١٩): د هندي فلمونو فلمي ستورې ريچا چډها د اکشى کهنه سره په ګډ فلم (سيکشن ٣٧٥) کې راروانه ده، په دغه فلم کې ريچا چډها د يوې داسې نجلۍ قضيه په محکمه کې مخکې وکړي، چې ورسره جنسي تېرى شوى وي او نوموړې د هغې مدافع وکيله وي. نوموړې تازه په خپل يوه بيان کې ويلي دي، چې په هند کې ښځې خوندي نه دي او په حکومت او خلکو کې بايد د بدلون لپاره کار وشي.

د هندي رسنيو د راپورونو له مخې، فلمي ستورې ريچا چډها له يوې هندي رسنۍ سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د دې خبرې په پټولو کې هېڅ د وطن سره د مينې خبره نشته چې په هند کې ښځې خوندي نه دي. هغې وويل چې د ښځو سره د تاوتريخوالي په برخه کې هندوستان ډېر مخکې دى، تر دې پورې چې له ښځو حمل غورځول کېږي.

ريچا چډها زياته کړه، د مور په خېټه کې د نجونو د قتلولو ډېرې پېښې ترسره کېږي، د ولور په برخه کې، همدا راز د نجونو په مخونو د تېزاب شيندلو پېښې هم ترسره کېږي. دا ټول هغه څه دي چې له ښځو سره تاوتريخوالى ښکاره کوي او خطرناک جرمونه دي. همدا لامل دى چې هند د ښځو لپاره خوندي ځاى نه دى، کوم خلک چې وايي هند د ښځو لپاره خوندي ځاى دى، هغه يوازې سړي دي.ريچا چډها ١

نوموړې همدا راز په خپلو خبرو کې زياتوي، چې قانون بايد په داسې پېښو عملي شي او همدا راز له کومو ښځو سره چې دغه ډول پېښې کېږي، بايد چې هغوى ته وويل چې په پوليسو کې عريضه وکړي، له دې سره د به د داسې پېښو يو څه مخنيوى وشي. هغه وايي چې په حکومت او ټولنه دواړو کې بدلون ته اړتيا شته.

نوموړې وايي، چې ټولنه بايد د جنسي زور زياتي په پېښو کې غلې پاتې نه شي، قانون مضبوط دى، خو د قانون پلي کول يو بل بحث دى.

د يادولو وړ ده چې د ريچا چډها نوى فلم (سيکشن ٣٧٥) د ستمبر په ١٣مه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي. په دغه فلم کې اکشى کهنه د تورن کس، چې يو فلم جوړونکى دى، د هغه د مدافع وکيل رول لوبوي او همدا راز ريچا چډها بيا د متاثره شوې نجلۍ د مدافع وکيل په حېث په دغه فلم کې کار کړى دى.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …