خپلواک وېبپاڼه (٦ فبروري ٢٠٢٠): د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام په دويمه نيمه پايلوبه کې بنګله دېش زبردسته لوبه ترسره او د نيوزيلېنډ لوبډلې ته يې ماتې ورکړه، چې په لومړي ځل يې د ١٩ کلنو نړيوال جام پايلوبې ته ځان ورساوه.
دغه لوبه چې د سويلي افريقا په پوچيفسټروم کې ترسره شوه، د لوبې په پيل کې بنګله دېش لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د نيوزيلېنډ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
نيوزيلېنډ په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢١١ منډې وکړې، چې له ډلې يې بيکام ويلير ګرينال ٧٥ ناسوځېدلې، نيکولاس ليډسټون ٤٤ او فيرګوس ليلمان ٢٤ منډې وکړې.
د بنګله دېش له لوري شريف الاسلام ٣، شميم حسېن او حسن مراد ٢-٢ او رکيب الحسن ١ ويکټ ترلاسه کړې.
د ٢١٢ منډو هدف د بنګله دېش لوبډلې په اسانۍ سره په ٤٤.١ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ چې په ٦ ويکټو يې د نيوزيلېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه او په لومړي ځل يې پايلوبې ته ځان ورساوه.
د بنګله دېش لپاره محمود الحسن جوى ١٠٠، توحيد هريدوى ٤٠ او شهادت حسېن هم ٤٠ ناسوځېدلې منډې وکړې. د نيوزيلېنډ له لوري کريسچيان کلارک، ډيويډ هېنکوک، اديتيا اشوک او جيسي تشکوف ١-١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمود الحسن جوى ترلاسه کړه، چې نن يې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د بنګله دېش ١٩ کلنه لوبډله يې پايلوبې ته ورسوله.
A special day for Bangladesh, look how much it means to their fans!#U19CWC | #NZvBAN | #FutureStars pic.twitter.com/4L9v2dkZe9
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) February 6, 2020
د ١٩ کلنو نړيوال جام پايلوبه به د فبرورۍ په ٩مه نېټه د سويلي افريقا په پوچيفسټروم کې د هند او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ ترسره شي. همدا راز د پنځم مقام لپاره د اسټراليا او ويسټ انډيز ترمنځ د فبرورۍ په ٥مه او د دريم مقام لپاره د نيوزيلېنډ او پاکستان ترمنځ لوبه د فبرورۍ په ٨مه نېټه ترسره کېږي.