کورپاڼه / خبرونه / انوشکا شرما: افغانان ډېر خواږه خلک دي
انوشکا شرما او ويراټ کوهلي

انوشکا شرما: افغانان ډېر خواږه خلک دي

د هندي سينما نامتو فلمي ستورې انوشکا شرما وايي، چې افغانان ډېر خواږه خلک دي او له افغانانو سره ډېره مينه لرم، همدا راز د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي بيا وايي، چې رحمان الله ګربز د افغانستان ډېر ښه توپوهونکى دى.

د معلوماتو تر مخه، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې يو مينه وال رحيم صديقي په نيوزيلېنډ کې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي او د هغه مېرمن او د هندي سينما نامتو ستورې انوشکا شرما سره ليدلي دي.

هغه په خپله فېسبوکپاڼه کې ليکلي دي، چې دواړه يې په ګاډي کې وليدل او له دواړو سره يې بنډار وکړ.

 

View this post on Instagram

 

Happy Diwali from us to you and your family. I hope we all find the light in us and may truth always triumph. 💜✨🙏

A post shared by AnushkaSharma1588 (@anushkasharma) on


رحيم صديقي ليکي، چې له ويراټ کوهلي نه مې پوښتنه وکړه چې د افغانستان لوبډله څنګه ده؟ نو هغه راته وويل، د افغانستان لوبډله به ډېر ژر نور پرمختګ وکړي او چې د افغانستان دا کوم د پيل توپوهونکى دى، رحمان الله ګربز ډېر ښه بېټسمېن دى، که چېرې په ده باندې او په ځوانانو باندې کار وشي، ډېر ژر به نړيوال جام وګټي او يوه ډېره خطرناکه لوبډله به وي.

هغه وايي، ما ورته دا هم وويل چې کله د بلې لوبډلې پر وړاندې لوبه کوې نو د خپلې غوسې له لاسه خپل ډېر مينه وال له لاسه ورکوې. نو وايي، چې هغه راته وويل چې غوسه شم نو په مخالفه لوبډله پرېشر راځي او خپلې ويکټې ژر له لاسه ورکوي او لوبه کې موږ بريالي کېږو.

 

View this post on Instagram

 

My partner for lifetime & beyond and my fasting partner for the day 🥰 Happy karvachauth to all 🌝💜

A post shared by AnushkaSharma1588 (@anushkasharma) on


رحيم صديقي ليکي، چې انوشکا شرما رانه وپوښتل چې ستا د خوښې هندي فلم کوم يو دى، نو ما ورته وويل چې پيکى (PK)، نو هغې ډېر وخندل.

هغه ليکي، چې انوشکا شرما راته وويل، چې تاسې افغانان ډېر خواږه خلک ياست او په ويراټ کوهلي هم افغانستان ډېر زيات ګران دى. هغې زياته کړه، چې موږ د افغانانو سره ډېره مينه لرو.

Loading...

دا هم ولولئ

ډين جونز، هند او اسټراليا

د هند او اسټراليا لوبغاړي به د ډين جونز په ياد په لوبه کې په مټو تورې پټۍ وتړي

د هند او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو لوبغاړي به د لومړۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې …