کورپاڼه / خپلواک / راشد خان په رښتیا خپل موټر زیانمن شویو اسټرالیایانو ته ورکړی دی؟
د راشد خان موټر

راشد خان په رښتیا خپل موټر زیانمن شویو اسټرالیایانو ته ورکړی دی؟

خپلواک وېبپاڼه (۷ فبروري ۲۰۲۰): له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې ګنګوسې روانې دي او پوسټونه کېږي، چې ګنې د افغانستان د ملي لوبډلې پیاوړي لوبغاړي راشد خان ارمان خپل قېمتي موټر هغو اسټرالیایانو ته د مرستې په نیت ورکړی دی، چې د اسټرالیا په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ورته زیان اوښتی دی او بې ځایه شوي دي.

د ملي لوبډلې د دغه لوبغاړي په اړه خلکو توندې خبرې کړې دي او ویلي یې دي، چې افغانستان نه په ټوله نړۍ بېوزله او غریب هېواد نشته او راشد خان باید خپلې مرستې له خپلو غریبو او بېوزلو افغانانو سره وکړي، نه دا چې له بهرنیو وګړو سره. ځينې افغانانو دا هم ویلي دي، چې راشد خان پخپله یو غریب هلک و، خو دا چې په ملي لوبډله کې ورته ځای ورکړل شو او اوس یې ډېره شتمني پیدا کړه، نو خپل افغانان یې هېر کړل او د پردیو په مینه وغولول شو.

خو دغه خبرې ټولې بې ځایه دي او هیڅ حقیقت نه لري، هغه داسې چې راشد خان نه یوازې دا چې دا موټر یې زیانمن شویو اسټرالیایانو ته نه دی ورکړی، بلکې په اصل کې خو دا موتر د هغه دی هم نه.

ژورنالېست او د کرکټ مبصر جعفر هاند وروسته له دې چې په ټولنیزو رسنیو کې د راشد خان په اړه ضد و نقیض خبرې خپرې شوې، هغه یو پوسټ وکړ او د راشد خان خان په اړه خپرې شوې خبرې یې بې ځایه وګڼلې او د راشد او د یاد موټر په اړه یې ټولې خبرې سپینې کړې.

جعفر هاند په فېسبوک کې د راشد خان یو انځور خپور کړی چې په موټر کې ناست دی او نور بهرني لوبغاړي یې له موټر سره ولاړ دي، هغه موټر چې راشد د بېګ باش سیالیو پر مهال له یوه شرکت نه په کرایه باندې نیولی و. جعفر هاند له دغه انځور سره لیکي، چې راشد خان دغه موټر د بېک باش لېګ له سیالیو نه وروسته شرکت ته سپارلو، چې دغه شرکت ترې وغوښتل، چې په دې ډول موټرونو باندې به د (( راشد خان موټر)) نوم کېږدي تر څو وپلورل شي او په پیسو باندې یې د اسټرالیا له زیانمن شویو وګړیو سره مرسته وشي. هاند دا هم ليکي، چې راشد خان یاد شرکت ته اجازه هم ورکړې ده، چې دغه برېنډ موټرونه د نوموړي په نوم سره مشهور کړي.

هغه د راشد خان په اړه هم لیکي، چې راشد د هغه په اړه خپرې شوې خبرې سمې نه ګڼي او وايي چې په خپل هېواد کې یې بېوزله خورا ډېر دي، چې باید له هغوی سره مرستې وکړي.

دا هم ولولئ

نوی کال ۲۰۲۱ مو مبارک او بختور شه

۲۰۲۰ کال نور د تاریخ برخه شو او نوی کال ۲۰۲۱ پیل شو، چې د …