کورپاڼه / خپلواک / زايره وسيم د اسلام لپاره فلمونه پرېښي و، خو بيا يې څه کړي؟
زايره وسيم او پريانکا چوپړه

زايره وسيم د اسلام لپاره فلمونه پرېښي و، خو بيا يې څه کړي؟

خپلواک وېبپاڼه (٨ سپتمبر ٢٠١٩): د عامر خان د (دنګل) فلم څخه مشهوره شوې هندۍ فلمي ستورې زايره وسيم، چې څه وخت مخکې يې فلمي نړۍ پرېښوده او خپل مينه وال يې خپه کړل. په ټولنيزو رسنيو د نوموړې د فلمي نړۍ پرېښودو په اړه ډېر بحثونه وشول، ډېرى مينه والو يې ترې غوښتنه وکړه، چې فلمي نړۍ دې نه پرېږدي، خو زايره وسيم وويل چې فلمي نړۍ د اسلام لپاره پرېږدي، ځکه ايمان ته يې خطر دى.

خو تازه نوموتې فلمي ستورې پريانکا چوپړه له زايره وسيم سره يو انځور په خپل انسټاګرام خپور کړى دى، چې د خلکو غصه يې راپاروله دې، خلکو زايره وسيم ته ليکلي، چې له فلمونو دې توبه ويستې وه، نو بيا د داسې انځورونو ويستل څه معنا لري؟

پريانکا چوپړه په خپل انسټاګرام يو انځور خپور کړى دى، چې زايره وسيم هم ورسره ده. نوموړې انځور ته ليکلي دي، چې هغه د ټورنټو نړيوال فلمي فيسټوال ته روانه ده، د سپتمبر په ١٣مه نېټه به هلته د خپل فلم له نورو کسانو سره وي او نور ورته انتظار نه شي کولاى. نوموړې همدا راز زياته کړې ده، چې د فلم د خپرېدو نه مخکې چې کومې تبصرې شوې دي، هغه پرې ډېره خوښه ده او خلکو سره به يې هم شريکې کړي. له هغه وروسته نوموړې د خپل فلم نوم (دي سکاى از پنک) ليکلى دى.


خو د پريانکا چوپړه په انځور باندې ډېرى خلکو ليکلي دي، چې زايره وسيم دلته څه کوي؟ ځينو خو بيا دا هم ليکلي دي، چې دا خو هماغه نجلۍ ده چې د مذهب لپاره يې په فلمونو کې کار پرېښى و، نو اوس د فلمي نړۍ پرېښودو نه وروسته دا دلته څه کوي؟

د يادولو وړ ده چې زايره وسيم په لومړي ځل د عامر خان سره په (دنګل) فلم کې ولوبېده، چې په دغه فلم کې يې د عامر خان د لور رول لوبولى و او سخته مشهوره شوه. له هغه وروسته يې په (سيکرټ سوپر سټار) فلم کې هم کار وکړ، چې په دغه فلم کې هم ورسره عامر خان و. په دغه فلم کې نوموړې د يوې مسلمانې نجلۍ رول لوبولى دى، چې د پلار نه په پټه په يوټيوب باندې خپلې سندرې په برقع کې خپروي. همدا راز دريم فلم يې بيا (دي سکاى از پنک) دى، چې لا هم نندارې ته نه دى وړاندې شوى.

زايره وسيم چې د کشمير اوسېدونکې او مسلمانه ده، څه وخت مخکې يې په خپل يو اوږد پوسټ کې وليکل، چې فلمي نړۍ د هغې لپاره سم ځاى نه دى او د فلمونو له امله يې ايمان ته خطره ده، نو همدا پرېکړه يې کړې ده چې د اسلام لپاره به نوره فلمي نړۍ پرېږدي. همدا راز نوموړې له دغه پوسټ وروسته د خپل انسټاګرام اکاونټ نه خپل ټول انځورونه هم پاک کړي ول.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …