کورپاڼه / خپلواک / پاکستاني کرکټر ته په لوبو کې د فساد په تور ١٧ مياشتې سزا واورول شوه
ناصر جمشېد

پاکستاني کرکټر ته په لوبو کې د فساد په تور ١٧ مياشتې سزا واورول شوه

خپلواک وېبپاڼه (٨ فبروري ٢٠٢٠): د پاکستان ملي لوبډلې پخوانى د پيل توپوهونکي ناصر جمشېد او دوه نور کسان چې د برېتانيه تابعيت لري، په نړيوالو لوبو کې د لوبغاړو فساد يا مېچ فيکسينګ ته تشويق کولو په تور ٧ کاله د زندان سزا واورل شوه.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د برېتانيې د جرمونو ملي ادارې (اېن سي اې) له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، د پاکستان ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى ناصر جمشېد او دوه نور کسان يوسف انور او محمد اعجاز د لوبو پر مهال د فساد يا مېچ فيکسينګ تورونه منلي دي.

د مانچسټر محکمې ناصر جمشېد ته ١٧ مياشتې، يوسف انور ته ٣ کاله او ٤ مياشتې او محمد اعجاز ته ٢ کاله او ٦ مياشتې د زندان سزا اورول شوې ده.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د اېن سي اې څېړونکو معلومه کړې وه چې په ٢٠١٦ کې يوه ډله کسان د بنګله دېش تجارتي ليګ (بي پي ايل) په لوبو کې د فساد يا مېچ فيکسينګ پلان جوړوي، چې په دغه ډله کې ناصر جمشېد هم شامل و.

اېن سي اې وايي، يوسف انور او محمد اعجاز داسې يو پلان جوړ کړى و، چې له لارې يې داسې لوبغاړو ته ځان ورسوي، چې هغوى په لوبو کې فساد کوي او د لوبو په پيل کې لوبغاړي هغوى ته د فساد يا مېچ فيکسينګ اشاره وکړي.

په راپور کې ويل شوي، دغه کسانو به هر لوبغاړي ته په لوبه کې د فساد په بدل کې د ٣٠ زره پاونډه ورکولو وړانديز کاوه، چې نيمايي به پکې لوبغاړي ته رسېدلې.

ويل کېږي چې دغه درې واړه کسانو همدا راز پلان درلود چې په دوبۍ کې د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) لوبو کې هم فساد وکړي او لوبغاړي دې ته تشويق کړي چې لوبې فيکس کړي او په ٢٠١٧ کې دوى دوبۍ ته د همدې کار لپاره تللي و.

په دغه راپور کې ويل شوي دي، چې د پاکستان سوپر ليګ د اسلام اباد يونايټېډ لوبې خالد لطيف او شرجيل خان هم په هغه کسانو کې و، چې په لوبو کې د فساد لپاره يې زړه ښه کړى و.

برېتانوي اېجنسي وايي، چې يوسف انور دوبۍ ته له تګ مخکې په سينټ البانز کې له يوه دوکان نه ٢٨ بېلا بېل د بېټونو ګرپ اخيستي و، چې په سي سي ټي وي انځورونو کې ليدل شوى و، هغه خپل نوم محمد اعجاز ښودلى و او د رسيد لپاره يې خپل ادرس ورکړى و.

ويل کېږي چې دغه ٢٨ د بېلا بېلو رنګونو ګرپ هغه لوبغاړو ته ورکول کېده، چې په لوبو کې فساد کولو ته راضي شوي و.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د ٢٠١٧ کال د فبرورۍ په ٩مه نېټه په دوبۍ کې د اسلام اباد يونايټېډ او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ لوبه کې خالد لطيف فساد ته راضي و او پنځه ساعته وروسته شرجيل خان مېدان ته له ننوتلو مخکې ځانګړې اشاره وکړه.

په راپور کې د شرجيل خان په اړه ويل شوي دي، چې هغه په لوبه کې د فساد پلان روان وساته، چې د دويم اور په دوه توپونو يې هېڅ منډه ترلاسه نه کړه او په دريم توپ په صفر ايل بي ډبليو وسوځېده.

د اېن سي اې په راپور کې ويل شوي دي، چې ناصر جمشېد د ٢٠١٧ کال د فبرورۍ په ١٣مه نېټه په برمنګم کې له خپل کور نه ونيول شو، همدا راز يوسف انور بيا له دوبۍ نه د بېرته ورتګ پر مهال په هيترو هوايي مېدان کې ونيول شو او اعجاز لس ورځې وروسته په شيفلډ شيلډ کې له خپل کور نه ونيول شو.

هغه مهال د پاکستان کرکټ بورډ ناصر جمشېد، خالد لطيف، شرجيل خان او محمد عرفان له دندو ليرې کړي و او هغوى ته يې جزا هم ورکړې وه.

د اېن سي اې څېړنکار اين مک کونيل وايي، چې دې کسانو نړيوال کرکټ ته له لاسرسي نه غلطه استفاده وکړه او هغه يې د فساد لپاره وکاروله او خلکو ته يې دوکه ورکړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …