کورپاڼه / خپلواک / نيوزيلېنډ پرلپسې دويمه يو ورځنۍ لوبه کې هم هند مات کړ
هند او نيوزيلېنډ

نيوزيلېنډ پرلپسې دويمه يو ورځنۍ لوبه کې هم هند مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (٨ فبروري ٢٠٢٠): داسې ښکاري چې د نيوزيلېنډ لوبډله د شل اوريزو لوبو بدل له هندۍ لوبډلې په يو ورځنيو لوبو کې اخلي، چې په پرلپسې دويمه يو ورځنۍ لوبه کې يې هم هند ته ماتې ورکړه او د ٣ يو ورځنيو لوبو په لړۍ کې يې د ٢-٠ سره پرمختګ ترلاسه کړه.

د هند او نيوزيلېنډ ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه د نيوزيلېنډ په اکلېنډ کې ترسره شوه. د دغه لوبې پچه هند وګټله او لومړى يې د نيوزيلېنډ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

نيوزيلېنډ په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧٣ منډې وکړې، چې له ډلې يې مارټين ګوپټيل ٧٩، راس ټېلر ٧٣ ناسوځېدلې، هينري نيکولز ٤١ او ټام بلنډيل ٢٢ منډې وکړې.

د هند له لوري يوژيندرا چاهل ٣، شردل ټاکر ٢ او رويندرا جډيجا ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ٢٧٤ منډو د هدف په تعقيب کې د هند لوبډله ناکامه شوه او په ٤٨.٣ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ٢٥١ منډې وکړې چې د ٢٢ منډو په توپير يې په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې هم له نيوزيلېنډۍ لوبډلې ماته وخوړله.

د هند لپاره شرياس اير ٥٢، نوديپ سېني ٤٥ او پريتوي شاو ٢٤ منډې وکړې. د نيوزيلېنډ له لوري همېش بينيټ، ټيم ساوټي، کېلي جېميسون او کولين دي ګرېنډ هوم ٢-٢ او جېمز نيشام ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه کېلي جېمسيون ترلاسه کړه، چې د پريتيوي شاو او نوديپ سېني مهمې ويکټې يې ترلاسه کړې وې.

د يادولو ده چې دا د هند او نيوزيلېنډ ترمنځ د ٣ يو ورځنيو لوبو دويمه لوبه وه، چې په لومړۍ لوبه کې هم نيوزيلېنډ بريا ترلاسه کړې وه او د دويمې بريا سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دريمه يا وروستۍ يو ورځنۍ لوبه د فبرورۍ په ١١مه نېټه د نيوزيلېنډ په ماونټ مونګاني کې ترسره کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …