کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ د پخوانو سترو لوبغاړو ترمنځ ١٠ اوريزه لوبه ترسره شوه
پونټينګ لوبډله

د کرکټ د پخوانو سترو لوبغاړو ترمنځ ١٠ اوريزه لوبه ترسره شوه

خپلواک وېبپاڼه (٩ فبروري ٢٠٢٠): د کرکټ په نړۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو د سترو او نامتو پخوانيو لوبغاړو ترمنځ ١٠ اوريزه لوبه ترسره شوه، چې دغه لوبه د اسټراليا د اورځپلو سره د مرستې لپاره په اسټراليا کې راجوړه شوې وه.

په دې لس اوريزه لوبه کې د دوه نامتو لوبغاړو ريکي پونټينګ او اډم ګيلکريسټ په نوم دوه لوبډلې جوړې شوې وې چې د پونټينګ ١١ کسيزې لوبډلې لوبډلمشر ريکي پونټينګ او د ګيلکريسټ ١١ کسيزې لوبډلې لوبډلمشر اډم ګيلکريسټ و.


دغه لوبه چې نن په ميلبورن کې ترسره شوه، په پيل کې د ګيلکرسټ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د پونټينګ لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.


د پونټينګ لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٤ منډې وکړې، چې له ډلې يې براين لارا ٣٠ منډې وکړې، لوبډلمشر ريکي پونټينګ ٢٦، ميتيو هاېډن ١٦، لوک هوج ١١ ناسوځېدلې، پوبي ليچفيلډ ٩، جسټين لانګر ٦ او الېکس بلېکويل ٢ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز برېډ هېډين، برېټ لي، ډينيل کريسچيان، وسيم اکرم او ناتن ليون ته د توپوهنې موقع ونه رسېده.


د ګيلکريسټ لوبډلې له لوري انډريو سايمنډز، يوراج سينګ او کورټني والش ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١٠٥ منډو د هدف په تعقيب کې د ګيلکريسټ لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٣ منډې وکړې او د ١ منډې په توپير يې د پونټينګ له لوبډلې په لوبه کې ماتې وخوړله.

د دوى له لوري شين واټسن ٣٠، انډريو سايمنډز ٢٩، لوبډلمشر اډم ګيلکريسټ ١٧، نيک ريولډ ٩ ناسوځېدلې، ايليس ويلاني ٦، کېمرون سميت ٥ ناسوځېدلې او يوراج سينګ ٢ منډې ترلاسه کړې.


د پونټينګ لوبډلې له لوري بريټ لي ٢ او لوک هوج ١ لوبغاړى وسوځاوه.


د يادولو ده چې د دواړو لوبډلو روزونکي هم نامتو لوبغاړي سچن ټنډولکر او ټيم پين ول. دغه لوبه چې په اسټراليا کې د اورځپلو د مرستې لپاره جوړه شوې وه، د نړۍ نامتو لوبغاړو پکې ګډون وکړ.

همدا راز ايليس پېري چې د اسټراليا د ښځينه لوبډلې نامتو لوبغاړې ده، له سچن ټنډولکر نه غوښتنه کړې وه، چې هغه غواړي نوموړي ته يو اور توپ اچونه وکړي او سچن توپوهنه وکړي، چې دغه لوبه هم ترسره شوه او په ډګرساتنه کې هم ورته ټولې ښځينه لوبغاړې ولاړې وې.


د يادولو ده چې له يادې لوبې وروسته هغه پېسې چې د اسټراليا د اورځپلو لپاره راغونډول کېږي، ٧.٧ ميليونه ته ورسېدې، چې دا پېسې ټولې د کرکټ له لارې راغونډې شوې دي.


د دغه پېسو د راغونډولو په برخه کې د کرکټ د نړۍ نامتو او سترو لوبغاړو ځينې پخواني خپل شيان هم ليلامۍ ته وړاندې کړي، چې په لوړو بيو پلورل شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …