کورپاڼه / خپلواک / سډني سيکسر د بيګ باش ليګ اتلولي خپله کړه
ميلبورن سټارز

سډني سيکسر د بيګ باش ليګ اتلولي خپله کړه

خپلواک وېبپاڼه (٩ فبروري ٢٠٢٠): د بيګ باش تجارتي ليګ پايلوبه د سډني سيکسرز او ميلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې سډني سيکسرز پکې بريا خپله او د اتلولۍ جام يې په خپل نوم کړه.

د بيګ باش تجارتي ليګ پايلوبه په سډني ښار کې ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه ميلبورن سټارز لوبډلې وګټله او لومړى يې د سډني سيکسرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د باران له لامله لوبه د ځنډ ښکار شوه او وروسته بيا د ٢٠ اورونو پر ځاى لوبه ١٢ اورونو ته راټيټه کړل شوه.

سډني سيکسرز لوبډلې په ټاکلو ١٢ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١١٦ منډې وکړې، چې له ډلې يې جوش پيليپي ٥٢، جورډن سلک ٢٧ ناسوځېدلې او سټيو سميت ٢١ منډې ترلاسه کړې.

د ميلبورن سټارز له لوري اډم زمپا او ګلين ميکسويل ٢-٢ او ډينيل اورال ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د ١١٧ منډو د هدف په تعقيب کې د ميلبورن سټارز لوبډلې په ټاکلو ١٢ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٩٧ منډې وکړې او د ١٩ منډو په توپير يې ماتې وخوړله.

د ميلبورن سټارز لپاره نيک لارکين ٣٨ او ناتن کولټر نيل ١٩ ناسوځېدلې منډې وکړې. همدا راز د سډني سيکسرز له لوري ناتن ليون او سټيو اوکېفي ٢-٢ او جوش هازلووډ ١ ويکټ ترلاسه کړه.

سډني سيکسرز د بيګ باش ليګ اتلولي په خپل نوم کړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جوش پيليپي ترلاسه کړه، چې ٥٢ منډې يې کړې وې.

د يادولو ده چې په سږ بيګ باش تجارتي ليګ کې تر ټولو زياتې منډې د ميلبورن سټارز مارکوس سټيونيس وکړې، نوموړي په ١٧ لوبو کې ٧٠٤ منډې ترلاسه کړې. همدا راز د سډني تنډر الېکس هيلز په ١٧ لوبو کې ٥٧٦ منډې وکړې او د سډني سيکسرز جوش پيليپي بيا په ١٦ لوبو کې ٤٨٧ منډې وکړې.

د توپ اچونې په برخه کې بيا د سډني تنډر ډينيل سامس تر ټولو زياتې ٣٠ ويکټې ترلاسه کړې، د همدې لوبډلې بل توپ اچونکي کريس موريس ٢٢ او د سډني سيکسرز ټام کران هم ٢٢ ويکټې واخيستې. د ميلبورن سټارز حارث روف او اډم زمپا بيا ٢٠-٢٠ او د اډلايډ سټرايکرز توپ اچونکو پيټر سيډل او راشد خان ١٩-١٩ ويکټې ترلاسه کړې.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …