کورپاڼه / خپلواک / هند افغانستان مات کړ، خو افغانستان پايلوبې ته لاړ
افغانستان او هند

هند افغانستان مات کړ، خو افغانستان پايلوبې ته لاړ

د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو اسیايي جام کې د هند ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې په ۳ ويکټو باندې د افغانستان ۱۹ کلنې کم عمره لوبډلې ته ماته ورکړه، خو دواړو لوبډلو پايلوبو ته هم لار پېدا کړه.

د لوبې په پیل کې پچه د افغانستان ۱۹ کلنې کم عمره لوبډلې لوبډلمشر وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان نولس کلن ځوانان په توپوهنه کې ښه ونه ځلېدل او پرلپسې يې خپلې ويکټې له لاسه ورکولې، چې له همدې امله يې ټول لوبغاړي په ۴۰.۱ اورونو کې وسوځېدل او ۱۲۴ منډې يې وکړې، چې هندۍ لوبډلې ته يې د ۱۲۵ منډو هدف وټاکه.

د افغان ځوانانو له لوري عابدالله تڼيوال ۳۹، فرحان زاخېل ۲۹، صدیق الله اتل ۲۵ او محمد اسحاق ۱۴ منډې وکړې، بل کوم توپوهونکی په دې ونه توانېده چې تر لس پورې منډې هم وکړي.

د هند له لوري بيا سشانت مشرا ۵، اوتارا انکوليکر ۴ او تياګي ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د هند ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د ۱۲۵ منډو هدف په ۳۸.۴ اورونو کې د ۷ ويکټو په تاوان پوره کړ او افغان لوبډلې ته يې په ۳ ويکټو ماته ورکړه.

د هند له لوري اروړا ۲۹، راوت ۲۹ او ارجن ازاد ۲۱ منډې ترلاسه کړې، همدا راز د افغان ځوانانو له لوري نور احمد ۴، شفيق الله غفاري ۲ او جمشېد خان ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

د يادولو ده چې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو اسيايي جام په لومړۍ لوبه کې افغان ځوانانو د پاکستان لوبډلې ته په ۸۵ منډو ماته ورکړې وه او د کويت لوبډلې ته يې بيا په ۷ ويکټو ماته ورکړه.

په اې ګروپ کې هند ۳ او افغانستان ۲ لوبې وګټلې، چې هند د ګروپ په سر کې او افغانستان ورپسې دی، نو دواړه لوبډلو پايلوبو ته لار پېدا کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …