کورپاڼه / خپلواک / پاکستاني لوبغاړي نسيم شاه په ټېسټ لوبه کې نړيوال ريکارډ جوړ کړ
نسيم شاه

پاکستاني لوبغاړي نسيم شاه په ټېسټ لوبه کې نړيوال ريکارډ جوړ کړ

خپلواک وېبپاڼه (٩ فبروري ٢٠٢٠): د پاکستان ملي لوبډلې کم عمره توپ اچونکي نسيم شاه د بنګله دېش پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې نړيوال ريکارډ جوړ کړ، هغه کم عمره توپ اچونکى شو، چې په نړيوالو لوبو کې هېټريک يا په پرلپسې ٣ توپونو باندې ٣ لوبغاړي سوځوي.

د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه د پاکستان په پېنډۍ کې د فبرورۍ په ٧مه نېټه پيل شوه.

بنګله دېش لومړى توپوهنه وکړه، خو په لومړۍ پاڼۍ کې يې ١٣٣ منډې وکړې، چې محمد ميتون ٦٣ او نجمل حسېن شانتو ٤٤ منډې ترلاسه کړې.

د پاکستان له لوري شاهين شاه اپريدي ٤، محمد عباس او حارث سهېل ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.

پاکستان بيا په لومړۍ پاڼۍ کې ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه چې ٤٤٥ منډې يې وکړې، د دوى له ډلې بابر اعظم ١٤٣، شان مسعود ١٠٠، حارث سهېل ٧٥ او اسد شفيق ٦٥ منډې ترلاسه کړې.

د بنګله دېش له لوري ابو جاوېد او روبيل حسېن ٣-٣ او تېجل اسلام ٢ لوبغاړي وسوځول.

په دويمه پاڼۍ کې هم بنګله دېش ډېر کمزورى پيل وکړ، چې د دريمې ورځې تر پاى پورې يې د ٦  لوبغاړو په سوځېدو ١٢٦ منډې ترلاسه کړې او ښکاري داسې، چې په ٤مه ورځ دغه لوبه پاى ته ورسېږي او بنګله دېش له سترې ماتې سره مخ شي.

١٦ کلن نسيم شاه چې د خېبر پښتونخوا د دير اوسېدونکى دى، د بنګله دېش ٣ لوبغاړي په پرلپسې ٣ توپونو وسوځول او هېټريک يې وکړ، هغه د نجم الحسېن، تېجل اسلام او محمود الله ويکټې ترلاسه کړې او د ټېسټ سياليو په تاريخ کې کم عمره توپ اچونکى شو چې دا کارنامه ترسره کوي.


د يادولو ده چې دا د نسيم شاه څلورمه ټېسټ لوبه ده، نوموړى تر دې مخکې د سريلانکا پر وړاندې د ٣ ټېسټ لوبو په لړۍ کې لوبېدلى و، چې د ٣٢.٧٥ په اوسط يې ٨ ويکټې ترلاسه کړې وې او په يوه پاڼۍ کې يې د ٣١ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي سوځولي و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …