کورپاڼه / د پالکو روغتیايي ګټې
پالک

د پالکو روغتیايي ګټې

خپلواک وېبپاڼه (۹ فبروري ۲۰۲۰): پالک؛ هغه خواړه چې بې شمېره ويټامینونه او معدني مواد لري او د بدن د بېلابېلو ناروغيو په ځانګړې توګه د کمزورۍ او د جلدي ناروغیو لپاره د ډاکټراتو له خوا خلکو ته ډېر زیات توصیه کېږي. د دغې سبزۍ د خوړلو سپارښتنې ځکه ډېرې کېږي، چې ۱۰۰ ګرامه پالک ۲۰ انرژي کالوري، ۹۰ ګرامه اوبه، ۳ ګرامه پروټين، ۰/۳ ګرامه غوړ، نشایسته مواد ۳/۵ ګرامه، ۹۰ ملي ګرامه کلسیم، ۵۰ ملي ګرامه فسفر، ۳/۲ ګرامه اوسپنه، ۷۰ ملي ګرامه سودیم، ۴۷۰ ملي ګرامه پوتاشیم او ۶۰۰۰ واحده ویټامین آيې.

پالک په عمومي ډول خورا ډېرې ګټې لري، خو ځیني مهم خواص او ګټې یې په لاندې ډول دي:

  • پالک ډېر زیات B3 ویټامینونه لري، چې له امله یې د پلاګرا ناروغۍ مخه نیول کېږي. پلاګرا هغه ناروغي ده، چې په بدن کې د B3 ویټامینونو د کمبود له امله راپیدا کېږي، چې نښې یې د بدن کمزوري، ذهني اختلال او بې هوښه کېدل دي.

  • پالک په زیاته اندازه B3, A, او C ویټامینونه لري.

  • د بدن تودوخه کموي او د تبې کچه راټيټوي.

  • د کولمو او سږو پړسوب ختموي.

  • وزن ورسره کمېږي او انسان ډنګروي.

د پالکو خواص:

  • د پالکو اوبه د مفصلونو درد کموي او د کولمو قبضیت ختموي.

  • پالک د بدن د پوستکي د ښکليوالي سبب ګرځي.

  • په پالکو کې په زیاته اندازه مګنیزیم شتون لري، چې د وینې د لوړ فشار په ټيټولو کې اعظمي مرسته کوي. د پالکو د اوبو څښل په اونۍ کې یو ځل یا دوه ځلې کولای شي د وینې د لوړ فشار ناروغي په مکمله توګه ختموي.

  • د پالکو د اوبو استعمال د وینې له بهېدو نه مخنیوی کوي، ځکه چې پالک ډېر زیات C ویټامینونه لري.

د یادونې وړ ده، چې پالک باید په سمه توګه پاخه شي او ښه ډېر تاوده شي، تر څو ویټامینونه یې په اوبو کې حل شي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

د کوهلي او انوشکا شرما ګډ انځور په فسبوک تر اوسه له یو نیم میلیون زیاتو خلکو خوښ کړی دی

تېره شپه د بنګلور لوبډلې کپتان ویرات کوهلي په خپلو ټولنیزو رسنیو ټویټر، فسبوک او …