خپلواک وېبپاڼه (٩ فبروري ٢٠٢٠): د بنګله دېش ١٩ کلنې لوبډلې د کرکټ په تاريخ کې په لومړي ځل د ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو نړيوال جام اتلولي خپله کړه، بنګله دېش په پايلوبه کې د هند لوبډلې ته ماتې ورکړه او دا کارنامه يې ترسره کړه.
د ١٩ کلنو نړيوال جام پايلوبه د هند او بنګله دېش لوبډلو ترمنځ د سويلي افريقا په پوچيفسټروم کې ترسره شوه. په پيل کې د لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړى يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
خو هند لوبډله په توپوهنه کې ښه ونه ځلېدله او په ٤٧.٢ اورونو کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې يشسوي جېسوال ٨٨، تلک ورما ٣٨ او درو جوريل ٢٢ منډې وکړې.
د بنګله دېش له لوري ښه توپ اچونه ترسره شوه چې اويشيک داس ٣، شريف الاسلام او تنظيم حسن شکېب ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.
What a stunning effort in the field from Shoriful Islam!
2 wickets
2 catches
1 run out#U19CWC | #INDvBAN | #FutureStars pic.twitter.com/laJOxUGaGl— Cricket World Cup (@cricketworldcup) February 9, 2020
د ١٧٨ منډو د هدف په تعقيب کې بنګله دېش ښه توپوهنه پيل کړه، خو وروسته له سخت حالت سره مخ شوه، ځکه ډېر لوبغاړي يې ژر ژر وسوځېدل، خو د باران له لامله لوبه د ځنډ ښکار شوه او وروسته بنګله دېش ته په ٤٦ اورونو کې د ١٧٠ منډو هدف وټاکل شو.
بنګله دېش ياد هدف په ٤٢.١ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په د ډي ايل قانون له مخې يې په ٣ ويکټو بريا خپله او په لومړي ځل يې د ١٩ کلنو نړيوال جام اتلولي په خپل نوم کړه.
د بنګله دېش لپاره پروېز حسېن ايمون ٤٧ او لوبډلمشر اکبر علي ٤٣ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د هند له لوري بيا روي بشنويي ٤ او سشانت مشرا ٢ لوبغاړي وسوځول.
Ravi Bishnoi finishes his spell with figures of 10-3-30-4 👏 👏
They are the joint fourth-best figures recorded in an U19 World Cup final.#U19CWC | #INDvBAN | #FutureStars pic.twitter.com/djSnlZNtwa
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) February 9, 2020
د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه د بنګله دېش لوبډلمشر اکبر علي ترلاسه کړه، چې ٤٣ ناسوځېدلې منډې يې وکړې او خپله لوبډله يې په لومړي ځل د ١٩ کلنو نړيوال جام اتلولۍ ته ورسوله.
همدا راز د ١٩ کلنو نړيوال جام د غوره لوبغاړي جايزه بيا د هند يشسوي جېسوال ترلاسه کړه.
Incredible scenes as Bangladesh celebrate their first ever U19 World Cup title!!#U19CWC | #INDvBAN | #FutureStars pic.twitter.com/OI2PXU7Eqw
— Cricket World Cup (@cricketworldcup) February 9, 2020
د يادولو ده چې هند په ٢٠١٨ کال کې هم د ١٩ کلنو نړيوال جام کې اتلولي خپله کړې وه او تر ټولو زيات ځلې، يعنې ٤ ځلې يې د ١٩ کلنو نړيوال جام اتلولي په خپل نوم کړې ده.