کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان د سینما نامتو ستوری غفار قطبیار ومړ
غفار قطبیار

د افغانستان د سینما نامتو ستوری غفار قطبیار ومړ

خپلواک وېبپاڼه (۹ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان د سینما نامتو ستوری غفار قطبیار چې د شدیدې بیمارۍ له وجې په کوما کې و او اوږده موده په روغتون کې بستر و، نن غرمه ۱۲ بجې (د سنبلې په ۱۸مه) یې ساه ورکړه.

نوموړي په پنځو ډرامو او شاوخوا پنځوسو فلمونو کې رول لوبولی و، خو کوم فلم چې دی یې ډېر مشهور کړ د (برباد رفته) فلم و. له کلونو راهیسې د هغه د مینوالو له خولې د نوموړي دا ډیالوګ اورېدل کېږي، چې ((قیصه‌ی مفت خوشم نمیایه)).

غفار قطبیار د افغانستان په سینما کې پېژندل شوې څېره وه، چې اکثر به یې فلمونو کې منفي رول ادا کاوه. نوموړي د خپل ځانګړي انداز په سبب د افغانستان د سینما د مینوالو په زړونو کې ځانګړی محبوبیت پیدا کړی و.

غفار قطبیار په کال ۱۳۳۸ هـ په پنجشېر ولایت کې زېږېدلی و او خپل هنري کارونه یې د لومړي ځل لپاره په پاکستان هېواد کې پیل کړي و.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …