کورپاڼه / خپلواک / کرکټ بورډ: همېش ښه ځلېدونکي لوبغاړي دا چانس نه لري چې لوبډله کې دې واخيستل شي
افغانستان کرکټ بورډ

کرکټ بورډ: همېش ښه ځلېدونکي لوبغاړي دا چانس نه لري چې لوبډله کې دې واخيستل شي

خپلواک وېبپاڼه (٩ فبروري ٢٠٢٠): تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ايرلېنډ پر وړاندې د مارچ په مياشت کې د ٣ شل اوريزو لوبو لړۍ لپاره د افغان لوبډلې ١٥ کسيزه سکواډ اعلان کړ، چې تر اعلان وروسته پرې په ټولنيزو رسنيو کې سختې نيوکې وشوې.

په دغه لوبډله کې يو نيم کال وروسته شاپور ځدراڼ هم اخيستل شوى و، همدا راز يو بل پخواني لوبغاړي سميع الله شينواري ته هم ځاى ورکړل شوى و، چې له دې لامله پرې خلکو نيوکې کولې او غوښتنه يې کوله چې ځوانو لوبغاړو ته دې چانس ورکړل شي.

نن تازه د افغانستان کرکټ بورډ په خپله رسمي وېبپاڼه يو مطلب خپور کړى دى او په هغې کې يې د لوبغاړو د انتخاب په اړه خبرې کړې دي او همدا راز دا يې هم ويلي دي چې د مينه والو سر بايد خلاص وي، چې لوبغاړي څنګه ملي لوبډله کې انتخابېږي.

د کرکټ بورډ په وېبپاڼه کې په دغه مطلب کې ليکل شوي دي، چې که څه هم په ټولنيزو رسنيو کې همېش د افغانستان کرکټ ملي لوبډلو ته د غوراوي پروسه يو ګرم بحث وي او هر څوک په دغه پروسه کې د خپلې خوښې او يا ناخوښې لوبغاړي په شتون او يا هم نه شتون غږېږي او تر نقد لاندې يې نيسي.

کرکټ بورډ ليکي، چې غوراوي کمېټه د يوه سيسټم له لارې کار کوي او همېش د اړتيا او وړتيا له مخې لوبغاړو ته په لوبډلو کې د لوبېدو چانس برابروي. دوى همدا راز وايي، چې د کرکټ بورډ اوسنى مشرتابه هم ورسره په دې برخه کې همکاري کوي، تر څو پخواني لوبغاړي په تدريجي ډول خپل ځاى ځوانو لوبغاړو ته پرېږدي.

کرکټ بورډ همدا راز زياتوي، چې د کرکټ ملي لوبډلو کې د بدلون هيله بايد د اړتيا له مخې وښودل شي، ځکه هر لوبغاړى بايد په لوبډله کې د ځاى پېدا کولو لپاره له بل لوبغاړي سره مقابله وکړي، ځکه توپ اچونکي د توپوهونکو او توپوهونکي د توپ اچونکو پر ځاى لوبډله کې نه شي اخيستل کېداى او بايد چې په دې د مينه والو هم سر خلاص وي.

کرکټ بورډ همدا راز په دغه مطلب کې دا هم ويلي دي، چې همېش ښه ځلېدونکي لوبغاړي د دې چانس نه لري چې ورته په ملي لوبډله کې ځاى ورکړل شي، خو په وينا يې، چې افغان کرکټ بورډ په دې توانېدلى دى چې د شپږو ترسره شويو ١٩ کلنو نړيوال جامونو څخه لوبغاړو ته په ملي لوبډله کې ځاى ورکړي.

د يادولو ده چې د غوراوي پروسه په کرکټ بورډ کې يوه هغه پروسه ده، چې تل د کرکټ د مينه والو تر نيوکو لاندې وي او که د کرکټ بورډ رسمي فېسبوکپاڼه کې د خلکو تبصرې وکتل شي، هم ترې په واضحه ډول معلومېږي، چې د کرکټ مينه وال د کرکټ د غوراوي کمېټې نه څومره خپه او څومره نيوکې پرې لري.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …